شپږو اروپايي هېوادونو له اروپايي ټولنې څخه د کرونا ضد واکسين پر عادلانه وېش د خبرو اترو د پېلېدو غوښتنه کړې
cri2021-03-14 11:03:22
شريکول:

د بلغارستان، اطريش، چک، اسلاونيا، لاتونيا او کرواتيا شپږو اروپايي هېوادونو صدراعظمانو د مارچ په ۱۳ مه نېټه د اروپايي کمېسيون رئيسې ون ډيرلين  او د اروپايي شورا رئيس چارليس ميشل ته پيغامونه واستول او پدې سره يې له اروپايي ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د کرونا ضد واکسين د عادلانه ويش په اړه دې ژرترژره خبرې اترې پيل کړي.

د یادو شپږو هېوادونو صدراعظمانو په دې پيغامونو کې د اروپايي ټولنې يووالی، د کرونا ضد واکسین او داسې نورو مهمو سرچينو ته د دې ټولنې د غړو هېوادونو د لاسرسي لپاره ډېر مهم وباله او له اروپايي ټولنې څخه يې غوښتنه وکړه چې د جنورۍ په ۲۱ مه نېټه د دې ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې  شوې هوکړه  عملي کړي او د نفوس شمېر له مخې دې د دې ټولنې پر غړو هېوادونو باندې د کرونا ضد واکسین وويشي. که نه، ځيني غړي هېوادونه به ښايي د واکسين تطبيق په برخه کې وروسته پاتې شي.

د اطريش صدراعظم  سيباستيان کورز د مارچ په ۱۲ مه نېټه په خپلو خبرو کې د کرونا ضد واکسین د نه عادلانه ويش له امله پر اروپايي ټولنې نيوکې وکړې او د اروپايي ټولنې دا کړنه يې د دې ټولنې د مشرانو له هوکړې څخه سرغړونه وبلله.