پرمختيايي هيوادونه په دوامداره توګه د بشري حقونو شورا په غونډه کې له چين څخه ملاتړ کوي
CRI2021-03-14 15:04:09
شريکول:

د م م د بشري حقونو شورا شپږ څلويښتمه غونډه د مارچ په دوولسمه نېټه په ژنيو کې تر سره شوه چې کيوبا د څلور شپيتو هيوادونو په استازيتوب يوه ګډه وينا وکړه او په ترڅ کې يې له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه کړې چې د رغوونکو خبرو اترو او همکاريو له لارې د بشري حقونو ساتنه وکړي او په ټينګار سره يې د بشري حقونو مسئلې د سياسي کېدو او دوه ګوني معيارونو له کړنو سره مخالفت کړی.

کيوبا په دغه غونډه کې د چين د حکومت ستاينه وکړه چې د خلکو په محور پر نظريو ټينګار کوي او په دغه هيواد کې د بشري حقونو چارو د برياليتوب هڅونه کوي، دغه راز يې پر دې ټينګار کوي چې شينجيانګ د چين يوه نه جلا کېدوونکې برخه ده او له اړوندو خواوو څخه يې غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو د منشور موخې او اصول رعايت کړي، د شينجيانګ د چارو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنې پای ته ورسوي، د خپلو سياسي هدفونو له لارې دې پر چين بې بنسټه نيوکې او د بشري حقونو د مسئلې په پلمه د پرمختيايي هيوادونو د پرمختګ د مخنيوي کړنې ختمې کړي.  

څه موده مخکې بلاروس د بشري حقونو په شورا کې د يو اووياوو هيوادونو په استازيتوب يوه ګډه وينا وکړه او له چين څخه يې ملاتړ کړی چې د هانکانګ په چارو کې عادلانه دريځ او تګلارې غوره کړې دي. زيات شمېر هيوادونو په خپله ويناوو کې د شينجيانګ او هانکانګ د چارو په هکله له چين څخه د ملاتړ ټينګ دريځ بيان کړي دي.

د سريلانکا، د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت، جنوبي سوډان، کامرون، اذربايجان او عاج ساحل په شمول د پرمختيايي هيوادونو استازو هم په ياده غونډه کې ويناوې وکړې چې د شينجيانګ او هانکانګ د چارو په هکله يې له چين څخه ملاتړ وکړ. سريلانکا د شينجيانګ د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ، د ټولنې د ثبات ساتنې او د بېلا بېلو قومونو د خلکو د بشري حقونو د تأمينولو په برخو کې د چين د هلوځلو ستاينه څرګنده کړه. د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د بشري حقونو د مسئلې له سياسي کېدو سره ټينګ مخالفت څرګند کړ او له اړوندو هيوادونو څخه يې غوښتنه وکړه چې د شينجيانګ او هانګانګ د چارو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې د لاسوهنې کړنې دې بندې کړي.

کامرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د غړو هيوادونو د ملي حاکميت او خاورو بشپړتيا د درناوي غوښتنه وکړه او څرګنده يې کړه چې دغه هيواد د يو چين د پيژندلو پر اصول ټينګار کوي او په شينجيانګ او هانکانګ کې د چين د حکومت د تګلارو هرکلی کوي.  اذربايجان پر دې ټينګار وکړ چې د چين د ټولو چارو په هکله د بشري حقونو شورا بحثونه بايد د دغه هيواد په کورنيو چارو کې د لاس نه وهنې اصولو رعايت وکړي.

په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې او په سويس کې په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چن شوی د روسيې، بلاروس، کيوبا، سعودي عربستان، مصر، سريلانکا او زينبابوې په شمول د شلو هيوادونو په استازيتوب يوه ګډه وينا وکړه او په ترڅ کې يې له لويديځو هيوادونو څخه غوښتنه وکړه چې په خپل هيواد کې د بشري حقونو مسئلې ته له سم اړخه وګوري او حل يې کړي. هغه وويل، موږ تل دا نظر لرو چې د بشري حقونو په ساحه کې رغوونکې خبرې اترې او همکارۍ تر سره کړو او د بشري حقونو د مسئلې د سياسي کيدو او د دوه ګونې معيارونو له کړنو سره ټينګ مخالفت کوو. ځيني هيوادونه په دې ترڅ کې په خپل سياسي هدفونه لري او  پر پرمختيايي هيوادونو بې بنسټه نيوکې کوي، د نورو هيوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او دا د ملګرو ملتونو له منشور او اصولو څخه سخته سرغړونه ده، موږ ورته ډېره پاملرنه کوو.  که دوی د زړه له کومې د بشري حقونو ساتنې چارو ته پاملرنه کوي، بايد په خپل هيواد کې د نژادي تبعيض، په ټولنه کې بې عدالتي، د پوليسو د زور زياتي مسئلې حل کړي او د کډوالو حقونه او ګټې وساتي، په عادلانه توګه د کرونا ضد واکسين ويشل وکړي، د بېوزلۍ له منځه وړلو په چارو کې له پرمختيايي هيوادونو سره مرسته وکړي، په نورو هيوادونو کې نظامي فعاليتونه پای ته ورسوي او د بې ګناه خلکو د وژلو کار ختم کړي.