چيني کارپوه جو یونګ بياو: امريکا د افغانستان په اړه خپل مسئوليت پر نورو اچول غواړي
cri2021-03-14 14:44:35
شريکول:

د امريکا د بهرنیو چارو وزير انټوني بلينکن څو ورځې وړاندې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته د يو ليک د  استولو په ترڅ کې د افغان سولې بهير د چټکولو په اړه يو پلان وړاندې کړی دی. د چين د لانجو پوهنتون د افغانستان په اړه د څېړنيز مرکز جو يونګ بیاو پدې اړه وويل، چې د امريکا د ياد وړانديز اصلي هدف د افغانستان په اړه خپل مسئوليت پر نورو اچول دي.

ښاغلي جو يونګ بياو يادې خبرې له سينهوا خبري اژانس سره د يوې تازه مرکې پر مهال وکړې. نوموړي وويل، بين الافغاني مذاکرات د امريکا تر لارښوونې لاندې رامنځته شوي، خو اوس دغه هېواد نوی وړانديز کړی چې د م م په مشرۍ د افغانستان په اړه يوه نړیواله غونډه رابولي، له دې څخه ښکاري چې امريکا د افغانستان په اړه خپل مسوليت پر نورو اچول غواړي.

د جوبايډن ادارې تراوسه له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ايستلو په اړه واضح دریځ نه دی ښودلی. د امريکا د بهرنیو چارو وزير بلينکن د دغه هېواد د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په يوه غونډه کې ويلي، چې په راتلونکې مۍ کې  له افغانستانه د ټولو امريکايي ځواکونو د ايستلو شونتيا لاهم پر ځای ده.

د شنونکو په اند، امریکا ځکه له افغانستانه د ځواکونو ايستلو په اړه واضح او روښانه دريځ نه دی ښودلی، چې  د افغانستان پر حکومت او طالبانو دواړو لوريو فشار اچول غواړي، تر څو دوی پرې خپل وړانديز ومني. ښاغلي جو يونګ بیاو وايي، واقعي حالت ته په کتو سره ، دا امکان ډېر کم دی چې امریکا له راتلونکې مۍ مخکې له افغانسانه خپل ټول ځواکونه وباسي.