ډېرو پرمختيايي هېوادونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې له چين څخه ملاتړ څرګند کړ
cri2021-03-15 14:13:33
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۶مه غونډه د مارچ په ۱۲مه نېټه په ژنيو کې ترسره شوه. د کيوبا استازي  په دغه غونډه کې د ۶۴ هېوادونو په استازيتوب وينا وکړه او له بېلا بېلو خواوو څخه يې غوښتنه وکړه چې د رغنده خبرو اترو له لارې د بشري حقونو پرمختګ او ساتنه وهڅوي، د بشري حقونو مسئلې له سياسي کېدو او دوه ګونې معيار سره دې مخالفت وکړي. د کيوبا استازي په خپله وينا کې د چين ستاينه وکړه چې د خپلو وګړيو ګټو په پام سره خپله پاليسي جوړوي او په خپل هېواد کې يې د بشري حقونو چارو برياليتوبونه هڅولي دي. کيوبا پر دې ټينګار وکړ چې شينجيانګ د چين يوه برخه ده، بېلا بېلې خواوې بايد د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو او موخو په مراعاتولو سره د شينجيانګ مسئلې په پلمه د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه ختمه کړي.

د سرينلاکا، ديموکراتيکې کوريا، جنوبي سوډان، اذربايجان او کوته ديوا په شمول د ډېرو پرمختيايي هېوادونو استازو هم په خپلو ويناوو کې د شينجيانګ او هانکانګ مسئلو په اړه يې له چين څخه ملاتړ څرګند کړ.

 په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په مقر او نورو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چن شو په همدې ورځ د ورته نظر لرونکونو هېوادونو په استازيتوب وينا وکړه او ټينګار يې وکړ چې بايد د بشري حقونو په برخه کې رغنده خبرې اترې او همکارۍ ترسره شي او د بشري حقونو مسئلې له سياسي کېدو او دوه ګوني معیار سره کلک مخالفت وشي.