د سين هوا اژانس د خبر له مخې، افغان پوليسو د مارچ په ۱۴مه نېټه وويل، په همدې ورځ کابل کې دوه بمي بريدونه شوي او له امله يې ۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپيان دي.
د کابل د پوليسو ادارې وياند وويل، په درېيمه او شپږمه امنيتي حوزه کې په جلا جلا توګه پر ټونیس موټر او ريګشا د مقناطيسي بمونو دوې چاودنې شوې. نوموړي وايي چې د پېښو ټپيان روغتون ته ليږل شوي او د وژل شويو کسانو شمېر ښايي لا زيات شي.
تر اوسه پورې هېڅ شخص يا ډلې د دغو بريدونو پړه پر غاړه نه ده اخيستې. (هيله)