د تش په نامه نژادي تصفيې نظرونه له منطقه ليرې خبرې او چټيات دي
CRI2021-03-15 16:19:47
شريکول:

د (( ګلوبل ټايمز )) ورځپاڼې مسئول مدير هو شي جين په دې وروستيو کې په خپله ټوېټر پاڼه باندې د (( نژادي تصفيې )) د نظريو په اړه يو پيغام خپور کړ چې ګڼ شمېر تبصرې او کومنټونه يې جلب کړي دي.

هو شي جين په خپل پيغام کې داسې ليکلي، (( نژادي تصفيه څه ده؟  د امريکايي وچې او استراليا د پخوانيو اوسېدونکو قصدي وژنه، د هېوادونو پر مستعمرو باندې بدېدل او د انګليسي، فرانسوي او هسپانوي ژبو د ويلو اجباري غوښتنې او د دوی د ژوند او هويت بدلول ټول د نژادي تصفيې کړه وړه دي، ايا زما دغه مثالونه حقايق نه دي؟  )) زياتره انترنيټ کاروونکو په ځپلو کومنټونو کې د هو شي جين له خبرو سره موافقه څرګنده کړې، خو پر نوموړي د ډله ييزو شفاهي بريدونو حالت هم رامنځته شوی دی. په دغو شفاهي بريدونو کې له بې بنسټه بدو او ناوړو خبرو پرته، يو عمومي نظريه دا ده چې (( د لويديځو نژادي تصفيه د يو تير شوی تاريخ برخه ده، خو ستا په هېواد کې د نژادي تصفيې حالت روان دی. ))

يادو نظريو ته له ځواب ور کولو مخکې بايد لومړی دغه مسئله روښانه شي چې څه ته نژادي تصفيه ويل کيږي؟  ملګرو ملتونو له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته په ۱۹۴۸ کال کې په لومړي ځل په نړيوالو مقرراتو کې د (( نژادي تصفيې)) يادونه کړې او دې ته يې اشاره کړې ده چې نژادي تصفيه په ناوړه نيت سره په پوره او يا محدوده توګه د يو قام، نژاد او يا د مذهبي ډلې د له منځه وړلو معنا لري. دغه تور ډېر سخت او د بشر ضد جرمونو څخه يو دی، نو د نژادي تصفيې په اړه پېژندنه بايد د اړوندو معيارونو او نړيوالو قواعد جدي رعايت وشي او دقيق او بشپړ شواهد دې موجود وي.

ځينو لويديځو سياستوالو او خبري رسنيو د خپلې جبهې ټټر په وهلو وويل، په شينجيانګ کې د نژادي تصفيې حالت شتون لري، خو دوی هيڅ دقيق شواهد نه شي وړاندې کولی.  له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې په شينجيانګ کې د اويغوريانو نفوس له څه باندې ۵ مليونو تنو څخه ۱۲ مليونو ته لوړ شوی. له تېرو ۶۰ کلونو راهيسې د شينجيانګ اقتصادي عمومي اندازه ۲۰۰ ځلې لوړه شوې او د هر تن منځنی عمر يې له ۳۰ کلونو څخه ۷۲ کلونو ته لوړ شوی دی. چا دغسې (( نژادي تصفيه )) ليدلې ده؟  ځيني کسان وايي چې نژادي تصفيه نه يوازې مستقيمه وژنه ده، بلکې جباري شنډولو د نژادي تصفيې له کړنو څخه دی، او يو (( سند)) يې دا دی، جرمني کارپوه اډريان زينز د اويغوري اوسېدونکو د وړيا طبي خدمتونو اخيستونکو يو عکس وړاندې کړی او ويلي و چې (( دا د شنډولو په برخه کې يو تيری کوونکی عمل دی )). خو دغه تش په نوم سند ژر ځکه رد شو، يو انترنيت کاروونکي ور ته اشاره وکړه چې په عکس کې يوه زړه جوړه ليدل کيږي او د لوړو عمرونو لرلو له امله د ولادت توان نه لري.

هغه هېوادونه چې پر چين د نژادي تصفيې تورونه د لګولو په هڅه کې دي، همدغسې هېوادونه دي چې په تاريخ کې يې د نژادي تصفيې بې شمېره حالتونه شتون درلود، د بېلګې په توګه امريکا، استراليا او بريتانيا. په امريکا او کاناډا کې د مننې او بخشش ورځې (Thanksgiving Day) د نمانځنې دود لري او د دې ورځې د سرچينې په اړه يوه څرګندونه دا ده چې وايي، په امريکايي وچه کې تر ټولو پخوانيو بريتانوي کډوالو له هغو هنديانو څخه د مننې د څرګندولو لپاره دغه ځانګړې ورځ جوړه کړې ده چې ورسره يې مرستې کړې وې. د پام وړ حقيقت دا دی، کله چې دغه بريتانوي کډوال امريکايي وچې ته ورسيد، د ځايي هنديانو نفوس ۵ مليونه و، خو د مننې ځانګړې ورځې له جوړېدو نه سلګونه کلونه وروسته، يعنې د ۲۱مې پېړۍ په پيل کې د هنديانو نفوس يوازې ۲۵۰ زره کې  پاتې دی.

د ځينو کسانو په قول، د لويديځو هېوادونو نژادي تصفيه تېره شوې ده، خو اوس په امريکا کې د اسيايي الاصله وګړو ضد نژادي تبعيض د سختېدو په حال کې دی او يو لامل يې دا دی چې دغه هېواد د نژادي تصفيې تاريخ ته دوباره کتنه نه ده کړې او ورڅخه يې درس نه دی اخيستی. بر سيره پر دې، په کاناډا کې د لرغونو اوسېدونکو حقونه لا نه دي ښه شوي، د دغه هېواد په زندانونو کې د لرغونو اوسېدونکو بنديانو شمېر د بنديانو په عمومي شمېر کې ۶۰ سلنه برخه نيسي.

هغه لويديځ سياستوال او خبري رسنۍ چې پر رښتينې نژادي تصفيې خولې پټه کړې، د شينجيانګ د اويغوريانو شمېر د زياتوالي په وړاندې بيا بيا درواغ جوړ کړي چې په شينجيانګ کې اويغوريان له نژادي تصفيې سره مخ دي. دغه له منطقه ليرې خبرې او چټيات دي، ايا څوک پدې غولېدلی شي؟