د شينجيانګ په اړه د لوېديځو سياستوالو او رسنيو درواغ او سياسي ځورونه هېڅ د منلو نه ده
cri2021-03-16 14:39:28
شريکول:

   

 مشهور فرانسوي کارپوه کلستين ميستر دوه کاله مخکې له شینجيانګ څخه د ليدنې په وخت کې ويلي وو چې په شينجيانګ کې د ترهګرۍ ضد د مبارزې تدبيرونو ښه نتيجه ورکړې ده. د فرانسې د لي پوينټ په نوم د مجلې يو خبريال فلوريس څو ورځې مخکې د يوې ليکنې په خپرولو سره د ښاغلي کليستين ميستر پر يادې وینا بريد کړی او پر نوموړي يې تور لګولی چې له چين سره شخصي اړيکې لري. ور پسې په فرانسه کې د چين ضد شخصيتونو په ګډه پر ښاغلي کلستين ميستر سختې نيوکې وکړې او په نتيجه کې کلستين ميستر اړ شو چې د اروپايي ښارونو د همکارۍ په پروژه کې له خپلې دندې څخه استعفا وکړي.

د يادولو وړ ده چې اوس په دغه پروژه کې په دې اړه بحث روان دی چې ايا د چين د هواوې مخابراتي شرکت ته اجازه ورکول شي که نه چې په ستراسبورګ ښار کې د 5G تکنالوژۍ همکاريزه پروژه ترسره او عملي کړي. ويل کېږي چې اوسنی وخت د هوا وې شرکت لپاره ډېر مهم او حساس دی، او هغه خبريال فلوريس هم منلې ده چې ولې يې په دې وخت کې ياده ليکنه کړې ده. نو له دې څخه ښکاري چې پر کارپوه کلستين ميستر د عامه افکارو ځورونه د يوې سياسي موخې لپاره ده او هېڅ حقيقت نه لري. د فلوریس تر ليکنې  لاندې هغه کومنټ ليدل کېږي چې وايي، دغه خبريال د چين ضد یو شخص دی، د ده په ليکنه کې ډېر ياد شوي محتويات سم نه دي او جعلي دي.

د کارپوه کلستين ميستر په موخه سياسي ځورونه يوازينی مثال نه دی، ځينو لوېديځو سياستوالو او رسنيو نه يوازې د شينجيانګ په هکله يو شمېر درواغ جوړ او خپاره کړي دي، بلکې د هغو شخصيتونو او رسنیو په موخه چې عادلانه دریځ لري، سياسي ځورونې يې کړې او شخصیت ته د زيان رسولو هڅه يې کړې ده.

د بېلګې په توګه، د امريکا د ګريزون په نوم ويبسايټ په شينجيانګ کې د نسل وژنې په اړه د ادرين زينس د دروغ خپاره کړي او بيا وروسته د ټويټر لخوا د نسل وژنې ردوونکي په توګه وپېژندل شو. د سوريې مسئلې په اړه د امريکا مشهور کارپوه جوشوا لنديس په خپله ټويټر پاڼه کې د ادرين زينس د درواغجنو څرګندونو په اړه ليکنه فارورډ کړې، خو ليکنه يې ډېر ژر د ټويټر لخوا سانسور او ډيليټ شوه.

دا يو واقعیت دی چې شيطان به هېڅکله عدالت ته ماتې ور نه شي کړی. که څه هم ځينو لوېديځو سياستوالو او رسنيو پر له پسې او په نه ستومانه کېدونکې توګه پر شينجيانګ تورونه لګولي، خو اوسمهال ډېر زيات نړيوال کارپوهان پر واقعيتونو پوه دي او پرې ټينګار کوي.

د مثال په توګه، د فرانسې مشهور ليکوال میکسيم ويواس د ۴ کلونو وخت په کارولو سره يو کتاب ليکلی چې نوم يې دی، ((د اويغور قوم په اړه د درواغو پای)). هغه له خبريال سره په مرکه کې داسې ويلي چې ما په دغه کتاب کې هېڅ شيان له ځانه نه دي ويلي او نه دي پټ کړي، شينجيانګ ته په دوو سفرونو کې مې هلته د حيرانۍ وړ حياتي ځواکونه وليدل.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۴۶مه غونډه کې د ډېرو هېوادونو استازو د شينجيانګ په اړه د چين له تګلارو څخه ملاتړ څرګند کړ. د دې غونډې په يوه فرعي ناسته کې چې تازه پای ته رسېدلې ده، ګډونوالو د دې ستاينه وکړه چې په شينجيانګ کې د سختې بېوزلۍ له منځه وړل يو تاريخي برياليتوب دی. د مصر د يل اريش پوهنتون مرستيال پروفيسر اسامه ابو سود چې د يوې مودې لپاره يې په شينجيانګ کې کار کړی دی، په دغه ناسته کې وويل چې شينجيانګ يوه ځانګړتيا لرونکې او جلبوونکې سيمه ده، په دې سيمه کې د بېلا بېلو قومونو وګړيو يووالی ساتلی دی او د نيکمرغه ژوند لپاره په کوښښونو او هڅو لګيا دي.

   دا يو واقعيت دی چې د شينجيانګ پرمختګ د وخت او تاريخ له ازموينو څخه په ښه توګه وتلی شي، پر شينجيانګ هر ډول تورونه لګول او د شينجيانګ له مسئلې څخه په استفادې د چين د پرمختګ په لاره کې د خنډونو اچولو کړنې به حتماً ناکامې او بې نتيجه شي.