چين : لوېديځ هېوادونه دې د بشري حقونو د ساتلو لپاره تر لاندې ۶ اقدامات غوره کړي
cri2021-03-16 11:00:54
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيانګ د مارچ په ۱۵مه نېټه په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، يو شمېر هېوادونو د نورو د بشري حقونو چارو ته ګوټه ونيوله، خو په دې برخه کې يې پر خپلو سختو ستونزو سترګې پټې کړې. دوی د بشري حقونو د ساتنې په پلمه او د سياسي لوبې په موخه پر نورو هېوادونو حملې کړې، مګر په خپلو پرابلمونو يې تر وسې پورې پرده غورولې. که دوی په رښتنې ډول بشري حقونو ته پام وکړي، دوی بايد لږ تر لږه لاندې ۶ اقدامات غوره کړي.

دوی بايد لومړی، د خلکو د ژوند او روغتيا د ساتنې او په ټوله نړۍ کې د واکسين د عادلانه برابرولو لپاره هڅې وکړي. دوهم، په خپل هېواد کې موجود نژادي تبعيض، د پوليسو لخوا زورزياتی او د کډوالو پر حق تيري ته دې په جدي سترګه وګوري، درېيم، د دوامدار پرمختګ د ساتنې لپاره دې له پرمختيايي هېوادونو سره مرسته وکړي او په ټوله نړۍ کې دې د بېوزلۍ، لوږې او ناروغيو د له منځه وړلو لپاره کوښښ وکړي. څلورم، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې دې خپلې لاسوهنې او پر پرمختيايي هېوادونو خپل يو اړخيز بنديزونه ختم کړي، پنځم، په نورو هېوادونو کې دې په خپلو پوځي عملياتو کې د بې ګناه خلکو وژنه ختمه کړي او مجرمانو ته دې سزا ورکړي. شپږم، خپل استعماري تاريخ او پر نورو هېوادونو تيرو ته دې بيا کتنه وکړي. (شکريه)