د کوويډ ـ۱۹ ويروس ضد د چين جوړ شوي واکسينونه د پرمختيايي هېوادونو د خونديتوب کلک دفاعي ديوال جوړوي
CRI2021-03-16 10:28:37
شريکول:

په ټوله نړۍ کې د کوويډ ـ۱۹ وبا د خپرېدو په حال کې د کوويډ ـ۱۹ ويروس ضد واکسين څېړل او تطبيقېدل د نړيوال خونديتوب او د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ د اعاده کېدو لپاره کليدي اهميت لري. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۰م کال په مې مياشت کې د روغتيا د ۷۳مې دورې نړيوالې 

غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې د چين لخوا د کوويډ ـ۱۹ ويروس ضد واکسين تر څيړلو او تولیدولو وروسته به دغه واکسين د عامه نړيوال توليد په توګه وکارول شي او چين به په پرمختيايي هېوادونو کې د دغه واکسين د کارولو لپاره خدمت وکړي.

د هسپانيا EFE اژانس څو ورځې مخکې خبر ورکړ، چې د چين د سينوفارم (SINOPHARM)، سينواک (SINOVACE) او کانسينو (Cansino) په شمول دريو شرکتونو لخوا توليد شوي واکسينونه د افريقا، جنوب ختيځې اسيا او لاتيني امريکا په ځېنو هېوادونو کې کارول شوي، د دې ترڅنګ د اروپا په صربیا او هنګري کې هم د چين واکسين د تطبيقېدو په حال کې دی. په يادو سيمو او هېوادونو کې د چين واکسين له تطبيقېدو څخه څرګندېږي، چې چين د خپلې ژمنې د پوره کولو لپاره هڅې کوي.

د مارچ په ۱۱مه نېټه د چين دوه ملي غونډې په بېجينګ کې پای ته ورسېدې. په دغو غونډو کې د چين ۱۴م پنځه کلن پلان او تر ۲۰۳۵م کال پورې د هېواد د پرمختګ لايحه طرحه شوه. د کرونا وبا د خپرېدو پر وړاندې، په راتلونکي کې د واکسين په برخه کې د چين او نړيوالو ترمنځ همکارۍ د چيني او بهرنيو خبريالانو د پاملرنې وړ ټکی دی. د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۷مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين د واکسين له نېشنلزم او د واکسين د نړيوالو همکاريو له سياسي کېدو سره مخالفت کوي.

نوموړي په دغه ناسته کې د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل، چې چين په دې ټينګار کوي، چې واکسين بايد عامه توليد وګرځي او هر څوک بايد ورته لاسرسی ولري، نو ځکه يې چين ژمنه کړې، چې د چين واکسين له څېړلو او توليدولو وروسته به د نړيوال عامه توليد په توګه وکارول شي، په تېره بيا چين به په پرمختيايي هېوادونو کې د واکسين د کارولو انډول د لوړتیا لپاره هڅې وکړي. چين د کوويډ ـ۱۹ ويروس ضد واکسين د تطبيقېدو په باب د روغتيا نړيوال سازمان په پلان کې ګډون کړی او تر ټولو لومړی به د پرمختيايي هېوادونو د اړتياوو د پوره کولو لپاره لس ميليونه ډوزه واکسينونه برابر کړي. دغه راز، چين له ۶۹ پرمختيايي هېوادونو سره د واکسين مرسته کوي او ۴۳ هېوادونو ته واکسين صادروي. چين د ملګرو ملتونو له غوښتنو سره سم په بېلا بېلو هېوادونو کې سوله ساتي کارکوونکو ته واکسين وړاندې کوي. چين به د اولمپيک له نړيوالې کميټې سره هم همکارۍ وکړي او په اولمپيک لوبو کې ګډون کوونکو لوبغاړو ته به واکسين برابر کړي.

وزير وانګ يي وويل، چې چين هيله لري، چې ټول توان لرونکي هېوادونه پرمختيايي هېوادونو ته واکسينونه برابر کړي، څو په بېلا بېلو هېوادونو کې خلک د واکسين اسانتیاوې تر لاسه کړي. د چين واکسين به د کرونا وبا ضد مبارزه کې د ټولې نړۍ د برياليتوب باور پياوړی کړي.

چين د کرونا وبا د رامنځته کېدو له پيل څخه جدي او مناسب تدبيرونه نيولي دي، په بريالۍ توګه يې د خپل هېواد په قلمرو کې د وبا د خپرېدو مخه نيولې او خلک يې خوندي ساتلي دي. اوس د چين په دننه کې عام وګړي پخپله خوښه وړيا واکسين تر لاسه کولای شي. د بېجينګ د های ديان سيمې د جونګ ګوان څون په نوم د دولت د نوښت مرکز د واکسين کولو په يو ځای کې ليدل کېږي، چې ځايي اوسيدونکي په منظمه توګه واکسين کوي. دوی د واکسين د تطبيقېدو او په دې اړه نړيوالو همکاريو د يادونې په وخت کې وويل، (که څه هم په چين کې د کرونا وبا تر ښه کنترول لاندې ده، خو له بهر څخه چين ته د وبا د خپرېدو خطر لا هم موجود دی، نو زما په اند د واکسين تطبيقول لازمي تدبير دی او له دې لارې خپلځان خوندي ساتلی شي. هيله ده چې ټول کسان واکسين وکړي، په دې مناسبت به د خلکو په منځ کې د دغې وبا دفاعي ديوال اباد شي او اولمپيک لوبې به په عادي توګه تر سره شي. )

 ( زموږ په هېواد کې د کوويډ ـ۱۹ ويروس ضد واکسين په پراخه توګه د تطبيقېدو په حال کې دی، نو زه د خپل هېواد پر طبي سويې او د واکسين پر خونديتوب او کيفيت باندې ټينګ باور لرم. د چين واکسين اوس په زياتو هېوادونو کې تطبيقېږي. له دې څخه څرګندېږي، چې زموږ د هېواد طبي اغيزه او سويه لوړه شوې ده. باور لرم، چې د بشريت د ګډ برخليک ټولنې د مفکورې تر لارښوونې لاندې به موږ د دغې وبا ضد مبارزه کېهراړخيز برياليتوب تر لاسه کړو، کوم چې د رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی. )

بېلا بېلې خواوې د واکسين د تطبيقېدو په بهير کې د واکسين خونديتوب او کيفيت په پام کې نيسي. د بېجينګ ښار د های ديان روغتون د ماشومانو څانګې مرستياله هه لان د واکسين کولو په بهير کې د پاملرنې وړ ټکيو او تدبيرونو د يادونې په وخت کې وويل،

( عموماً، عام وګړي بايد تر واکسين کولو مخکې ښه دمه ولري، بايد سباناری وکړي او په مړه ګېډه واکسین وکړي. تر واکسين کولو وروسته بايد زياتې اوبه وڅښي او تر ۲۴ ساعتونو پورې ځان ونه مينځي. هغه کسان چې حساسيت لري، د ينې او بډوډو پر ناروغيو اخته دي، د وينې فشار ناروغۍ او د شکرې ناورغۍ په شمول ناروغي ولري او ښه يې کنترول کړې نه وي او يا د بدن دفاعي سيستم يې پر ناروغۍ اخته وي، واکسين نه شي کولای. دغه راز، هغه کسان چې تبه ولري، پر انفلونزا اخته وي، اسهال وې او هغه ښځې چې اميدوارې وي او يا ماشوم ته شيدې ورکوي، دغه واکسين نشي کولی او له ياد حالاتو پرته واکسين کولی شي. )

چين اوس د واکسين د څېړلو او توليدولو په برخه کې له څه باندې ۱۰ هېوادونو سره همکاري کوي او د څه باندې ۱۰۰ هېوادونو او سيمو کابو سل زره دوطلبانو په دې بهير کې ګډون کړی دی. د چين د واکسين خونديتوب او کيفيت د لا زياتو هېوادونو لخوا منل شوی دی. د بېجينګ ښار د های ديان د ناروغۍ د وقايي او کنترول مرکز مدير جيانګ چو وويل،

( د چين لخوا توليد شوي واکسينونه د ويروس د غيرفعال کېدو واکسين Whole virus inactivated vaccine دی او دغه شان واکسين په بريتانيا او جنوبي افريقا کې د کوويډ -۱۹ پيدا شوي نوي ویروس په شمول د کوويډ ـ۱۹ د هر ډول ويروس پر وړاندې ښه دفاعي رول لري. د څېړنو له مخې، د دغو واکسينونو د رول لوبولو موده تر شپږو مياشتو دوام کوي. د ويروس د غیر فعال کېدو واکسين او د محدود ويرال ويکتور واکسين Restricted viral vector vaccine د رول لوبولو موده هم همداسې ده. دغه راز، دغه واکسين د خلکو د خونديتوب ساتنې انډول اتیا سلنې ته رسېږي او له سختو حالاتو څخه يې د کسانو د ساتنې انډول سل سلنې ته رسېدلی شي. )

د امريکا د اسوشيېټيډ پريس اژانس د خبر له مخې، په نړۍ کې د چين په شان د واکسين د توليدولو په برخه کې قوي توان لرونکي هېوادونه زيات نه دي. د چين واکسين انتخاب د هغو هېوادونو لپاره د اوسنيو ستونزو د ليرې کولو يوازينې لار ده، کوم چې تر اوسه واکسين نه لري. څو ورځې مخکې، په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو د افغانستان د عامې روغتيا وزير سره د کتنې په ترڅ کې وويل، چې چين به له افغانستان سره د ۴ لکو ډوزو واکسينونو مرسته وکړي. دا د چين او افغانستان ترمنځ د عنعنوي ښه دوستۍ نښه او د چين او افغانستان ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ ګام دی.