چين خپله اقتصادي بيا سمسورتيا ساتي
cri2021-03-16 14:05:33
شريکول:

د چين حکومت لخوا له تازه خپرې شوې شمېرې سره سم، د سږ کال په جنورۍ او فبرورۍ کې، په دې هېواد کې د توليدي اړتياوې په مسلسل ډول بيا زياتې شوې، د روزګار پيدا کولو حالت او د توليداتو بيې په نسبتاً ثابتې وې، بازاري حالت د ښه والي په حال کې و، اقتصادي بيا سمسورتيا ساتل شوي او دوام به ولري. له دې څخه څرګندېږي چې د چين اقتصاد د ښه والي او پرمختګ اوضاع نه ده بدل شوې، د کرونا وبا د مخنيوي او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د هڅونې لپاره د چين اقدامات اغېزمن دي.

په ټوله نړۍ کې د واکسين د ويش او تزريق په رڼا کې، د عمده اقتصادونو د توليدي مسلکونو د پرمختګ شاخص لوړ شوی او دا د چين د صادراتو د پرمختګ سبب ګرځېدلی. په تير جنورۍ او فبرورۍ کې، آسيان او امريکا ته د چين د صادراتو عمومي ارزښت د ۲۰۲۰م کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا ډول څه باندې ۴۰ سلنه او ۷۰ سلنه زيات شوی. همدارنګه د چين اقتصاد مسلسل بيا سمسورتيا له ستونزو څخه د نړيوال اقتصاد د وتلو لپاره خوځنده ځواک ګرځي.

د پام وړ خبر دا دی، چې د چين اقتصاد د بيا اعادې پر مهال کې، عصري او نوښت لرونکو مسلکونو هم په سالم ډول وده او پرمختګ کړی، د چين اقتصادي بيا سمسورتيا د عالي رتبه معيار په لور تر سره کيږي. (شکريه)