چين به د م م سوله ساتو کارکوونکو سره د کرونا وبا ضد واکسين بسپنه وکړي
CRI2021-03-16 10:31:58
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جون د مارچ په ۱۵مه نېټه د دغه نړيوال سازمان سرمنشي انتونيو ګوټريس ته په يو پيغام کې څرګنده کړه چې چين به د م م سوله ساتو کارکوونکو سره د کرونا وبا ضد واکسين بسپنه وکړي او افريقايي سيمې به لومړيتوب ولري. 

په م م کې د چين دايمي پلاوي په دې اړه وويل، دا د ټولې نړۍ پر عام توليد د کرونا وبا ضد واکسين د ګرځولو په اړه د چين واقعي اقدامات دي او ترې له م م او څواړخيزم څخه د چين رښتينی ملاتړ ښکاري. چين د م م سوله ساتو کارکوونکو امنيت ته ډېره په درنه سترګه ګوري، له دې څخه ملاتړ کوي چې ژر سوله ساتو کارکوونکو ته واکسين تزريق شي او د دوی روغتيا خوندي وساتي. چين به د م م له دارلانشا سره په نژدې همکارۍ سره ژر خپله ياده ژمنه پوره کړي. 

(سپوږمۍ)