د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ترينيداد توباکو له صدراعظم کېس رولي سره تليفوني خبرې وکړې
CRI2021-03-17 14:19:05
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۱۶مې نېټې په شپه د ترينيداد توباکو له صدراعظم کېس رولي سره تليفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ وويل، ترينيداد توباکو په کاريبيان سيمه کې د چين مهم همکاريز ملګری دی. چين غواړي له دې هېواد سره دوديز دوستي ژور کړي، د انرژۍ، مخابراتو او اساسي تأسيساتو په شمول په دوديزو برخو کې او د نوې انرژۍ او ډيجټالي اقتصاد په شمول په نويو برخو کې همکارۍ وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو همکاريزو اړيکو نوې پاڼه پرانيزي.

رولي وويل، ترينيداد توباکو د يو چين پر اصل ټينګار کوي، له چين سره په بېلابېلو برخو کې د همکاريو د ټينګولو لپاره هڅه کوي او د سيمه ييزو چارو تبادلې زياتوي. دغه هېواد غواړي له چين سره د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره هڅه وکړي.