۳۱ سلنه اسيايي الاصله امريکايان د کرونا وبا د خپرېدو په حال کې له تبعيض سره مخ شوي
cri2021-03-17 14:21:47
شريکول:

اسيايي الاصله امريکايانو پر وړاندې د تبعيض ضد امريکايي سازمان (Stop AAPI Hate) د مارچ په ۱۶مه نېټه د يوې شمېرې په خپرولو سره وويل، د پروسږ کال د مارچ له ۱۹مې نېټې څخه د ۲۰۲۱م کال د فبرورۍ تر ۲۸مې نېټې پورې، دغه سازمان ته د اسيايي الاصله امريکايانو پر وړاندې د تبعيض د ۳۷۹۵ جرمونو راپورونه رسېدلي چې له دې جملې څخه پر ۶۸.۱ سلنه کسانو لفظي تيري، ۱۱.۱ سلنه کسان فزيکي تېري سره مخ وو. چيني الاصله امريکايان په دې جمله کې ۴۲.۲ سلنه نيسي.

د (Pew Research Center) په نوم د څيړنيزې اېجنسۍ د راپور له مخې، ۳۱ سلنه اسيايي الاصله امريکايان د کرونا وبا د خپرېدو په حال کې د نژادي تبعيض سره مخ شوي او يا ملنډې ورباندې وهل شوې. (شکريه)