وڅيڅي: د صربيا خلک د چين پر واکسین پوره ډېر باور لري
CRI2021-03-17 14:17:15
شريکول:

د صربيا ولسمشر الکساندر وڅيڅي په ځايي وخت د مارچ په ۱۶مه نېټه په دې هېواد کې د چين له سفيرې چن بو سره کتنه وکړه.

وڅيڅي له چين او چينايانو څخه يو ځل بيا مننه وکړه چې له کرونا وبا سره په مبارزه کې له صربيا څخه يې ملاتړ کړی. د هغه په اند، د کووېدـ۱۹ ضد د چين د واکسين په رسېدو سره په دې هېواد کې د واکسین ورکولو بهير ډېر ښه روان دی. په دې سره د صربيا خلک لومړي هغه خلک دي چې په واکسین کولو سره خوندي شوي. هغه زياته کړه، د صربيا خلک د چين پر واکسین او پر چيني کارپوهانو باندې ډېر باور لري. په دې ناسته کې دواړو خواوو هېوادونو د واکسین د همکاريو په اړه د نظريو تبادلې وکړې.