د چين د پرمختګ د مخنيوي په موخه جوړ شوی (( څلور اړخيز ميکانيزم )) به هرومرو ناکام شي
CRI2021-03-17 14:56:22
شريکول:

د امريکا، جاپان، هند او استراليا د مشرانو انلاين سرمشريزه غونډه په دې وروستيو کې تر سره شوه چې دا د تش په نوم (( څلور اړخيز ميکانيزم )) له جوړېدو وروسته لومړۍ سرمشريزه غونډه وه. که څه هم د دغې غونډې له پای ته رسيدو وروسته په خپره شوې ګډه اعلاميه کې په مستقيم ډول (( چين )) نه دی ياد شوی، خو د بهرنيو خواوو عمومي نظريه دا ده چې د يادې اعلاميې په محتوياتو کې د چين ضد دريځ څرګند دی. د امريکا اېن پي ار راډيو خبر ورکړ چې دغه عمل له چين سره د مقابلې د ژورتيا لپاره د امريکا او ملګرو د همکارۍ يو ګام دی.

(( څلور اړخيز ميکانيزم )) په ۲۰۰۴ کال کې په هندي سمندر کې د سونامي له رامنځته کېدو وروسته جوړ شوی او لومړنۍ موخه يې د ژغورونکو کارونو او بيا رغونې په برخو کې همکاري وه. دغه ميکانيزم له جوړېدو څخه څو کاله وروسته په لومړي ځل د برخوالو خواوو د لوړ پوړيو چارواکو غونډه او سمندري پوځي تمرين تر سره کړ او بيا د انجماد او په غير فعال حال کې پاتې و. کله چې د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تش په نامه (( د هند او د آرام سمندر سيمې ستراتيژي )) وړاندې کړې، (( څلور اړخيز ميکانيزم  )) هم ورسره دوباره فعال شوی دی.

د پام وړ خبر دا دی چې د امريکا نوي حکومت له لوړې وروسته د (( څلور اړخيز ميکانيزم  )) په اړه د وزيرانو په کچه ډيالوګ د سرمشريزې غونډې کچې ته لوړ کړی او د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت شورا کې د هند او د آرام سمندر سيمې د تګلارو د لوړ پوړي همغږي کوونکي په نامه نوې دنده جوړه کړې او د دغې دندې لپاره يې تجربه کاره ديپلومات  کورټ کامپبيل ټاکلی دی.  د زياتره څېړونکو په اند د امريکا له دغه عمل څخه څرګنديږي چې د دغه هېواد نوی حکومت به د هند او د آرام سمندر سيمې ستراتيژۍ ته دوام ورکړي يعنې امريکا دغه موخه نه ده بدله کړې چې غواړي له هند او د آرام سمندر سيمې له نورو هېوادونو سره د چين د پرمختګ د مخنيوي لپاره هڅه وکړي.

(( څلور اړخيز ميکانيزم )) د چين ضد سياسي موخې پوره کول  ډير ستونزمن کار دی.

لومړی لامل دا دی چې د دغه ميکانيزم برخوالې خواوې يعنې امريکا، جاپان، هند او استراليا بېلا بېلې سياسي ګټې او موخې لري. د امريکا د ستراتيژۍ او نړيوالو چارو څېړنيز مرکز کارپوه ګريجوري پولينګ ويلي چې په دې سيمه کې د بېلا بېلو ګټو له امله دغه څلور  هېوادونه بېلو برخو ته لومړيتوب کوي. د بېلګې په توګه، امريکا او جاپان د جنوبي سمندرګي او ختيځ سمندرګي ته پاملرنه ورکوي؛ لويديځ آرام سمندر د استراليا لپاره د علاقې وړ دی؛ دغه ميکانيزم د هند لپاره له هندي سمندر سره تړاو لري. د ګټو او موخو توپير د دې ميکانيزم پر وړاندې عمده ستونزه ده.

دوهم لامل دا دی چې نور درې هېوادونه د اقتصادي ګټو له امله له امريکا سره پوره موافقه نه شي کولی. چين د جاپان، هند او استراليا تر ټولو ستر سوداګريز ملګری دی. جاپان د سيميکندوکتر  (semiconductor)په صنعت کې د چين په باراز کې د امريکايي تصديو ونډه نيولې ده. هند د چين د پانګونې لسګونو پروژو د ارزونې او تصويب په هڅه کې دی. استراليا په دې وروستيو کې څو ځلې چين ته د لرګيو او وسپنيزو ډبرو د صادراتو د اعاده کولو پيغامونه خپاره کړي دي.  دا يو څرګن حقيقت دی چې هيڅوک د چين د لوی بازار له لاسه ورکول نه غواړي.

بر سير پر دې، که امريکا غواړي چې په هند او  آرام سمندر سيمې کې خپل اغېزمنتوب او قوت لوړ کړي، پر څلور اړخيز ميکانيزم بر سيره بايد د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې له غړو هېوادونو سره همکاريو ته اړتيا لري، خو اوسمهال د جنوبي سمندرګي مسئله آرامه شوې او د سيمه ييزو هراړخيزو اقتصادي ملګرو تړون لاسليک شوی دی، نور څوک دي چې له چين سره مقابله غواړي؟

د نړيوالې ټولنې لپاره د پام وړ ټکی دا دی چې د امريکا څواړخيزم په رښتينې توګه د ګروپ سياست او (( انتخاب لرونکی څواړخيزم )) دی او دا به د نويو توپيرونو او شخړو د رامنځته کېدو سبب وګرځي او سيمه ييزه سوله او ثابت زيانمن کړي.  دغه ډول څلور اړخيز ميکانيزم به هرومره ناکام شي.

دا د نړۍ لپاره اړين څو اړخيزم دی چې نړيوالې چارې بايد د ټولو د ګډو سلامشورو له لارې تر سره شي او د نړۍ راتلونکې او برخليک بايد د ټولو هېوادونو لخوا په ګډه اکنترول شي.