د چين استازي له امريکا څخه وغوښتل چې سمدلاسه پر بشري حقونو له تيري څخه لاس واخلي
CRI2021-03-18 11:44:06
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۶مه غونډه د مارچ په اوولسمه نېټه د امريکا د بشري حقونو په اړه مباحثوي غونډه تر سره کړه. د چين استازي په خپله وينا کې د امريکا د بشري حقونو د سختېدو حالت ته اشاره وکړه او له امريکا څخه يې وغوښتل چې سمدلاسه پر بشري حقونو تيری ختم کړي او د دغه حالت د لا سختېدو د مخنيوي لپاره دې رښتيني ګامونه پورته کړي.

د چين استازي وويل، دا چې امريکا د کرونا وبا د وقايې او کنترول لپاره اغېزمن تدبيرونه نه دي نيولي، په دغه هېواد کې سلګونه زره خلک د دغه وبا له امله مړ شوي دي. امريکا ګڼ شمېر د کوويډ-۱۹ ضد واکسين زېرمه کړی چې اندازه يې د دغه هېواد تر نفوس ډېره لوړه ده، خو د خپلو ملګرو په شمول نورو ته د واکسين ورکول يې رد کړي دي.

د چين استازي زياته کړه چې په امريکا کې نژادي تبعيض او د پوليسو زور زياتي حالت سخت دی او مسلمانان او کډوال له تبعيض، توپيرونو او خطرونو سره مخ دي. په نورو هېوادونو کې د امريکا د پوځي لاسوهنو له امله ګڼ شمېر ځايي خلک وژل شوي دي. په ځينو پرمختيايي هېوادونو کې د امريکا يو اړخيز تدبيرونه او بنديزونه د بشري حقونو او بشر دوستۍ د بحرانونو د رامنځته کېدو سبب ګرځېدلی دی.