پر چين د بريد په اړه د امريکا او جاپان ګډه اعلاميه بې ځایه ده
cri2021-03-18 14:29:40
شريکول:

امريکا او جاپان په توکيو کې څو ورځې مخکې لوړپوړې خبرې اترې ترسره کړي او ورپسې يې ګډه اعلاميه خپره کړې، د ګډې اعلاميې له محتوياتو څخه ښکاري چې امريکا سخت نیت لري چې له خپلو ملګرو سره يو ځای د چين د پرمختګ مخه ونيسي.

د مالوماتو له مخې، د امريکا او جاپان د دغو خبرو اترو زیاتره محتويات له چين سره تړاو لري او په ګډه اعلاميه کې يې هم څرګنده کړې، چې د چين کړنې له نړيوالو مقرراتو سره سمون نه لري. امريکې او جاپان په ياده ګډه اعلاميه کې پر واقعیتونو او حقيقتونو سترګې پټې کړي او پر چين يې بې ځايه تورونه لګولي دي. دا د يادولو وړ ده، چې جاپان او امريکې په دغې اعلاميې کې د چين ضد کلکه رويه څرګنده کړې، خو بيا هم هېڅ عملي کړنې يې نه دي غوره کړي. له دې څخه ښکاري، چې جاپان او امريکا ښايي خپل پلانونه لري.

د امريکا د بهرنيو چارو او د دفاع وزيرانو د خپل بهرني سفر لومړی تمځای جاپان ټاکلی، داسې ترې ښکاري، چې دوی غواړي، اينډيا پسيفيک ستراتيژي(( India-Pacific Strategy)) پرمخبوزي او امريکا دا هم غواړي، چې له جاپان سره د ملګرتيا اړيکې نورې هم ټينګې کړي. د امريکا اې بي سي شرکت پر دې اند دی، چې د امريکا مخکيني ولسمشر ډونالډ  ټرمپ د جاپان او کوريا جمهوريت په شمول له ملګرو هېوادونو سره اړيکې تر يوې اندازې پورې خرابې کړي، نو د امريکا نوی حکومت غواړي، په نږدې وخت کې له خپلو ملګرو سره اړيکې عادي وساتي او نورې يې هم ټينګې کړي. برسيره پر دې، امريکا دا نیت هم لري، چې له جاپان سره د همغږۍ او همکارۍ له لارې د چين او امريکا د جګپوړو خبرو اترو لپاره په خپلو لاسونو کې چپونه زيات کړي. ايا د امريکا موخه به عملي شي؟

دا يو واقعیت دی، چې جاپان د ځان دفاع  لپاره د امريکا ډېرو مرستو ته اړتيا لري، له چین سره د خاورې پر سر هم شخړه لري، نو غواړي د امريکا د ځواک په کارولو سره په سيمه کې خپل توان ښکاره کړي.

امريکا او جاپان خپلې موخې لري، نو ايا د دوی ياده ګډه اعلاميه دومره ځواک لري، چې خپلې موخې ترلاسه کړي؟ سره له دې چې په دغه اعلاميه کې د چين په هکله ډېر ټکي ياد شوي، خو د جاپان او امريکا د پاملرنې وړ برخې بېلې دي. د مثال په توګه امريکا د تايوان تنګې وضعیت او د بشري حقونو مسئلې ته ډېره توجه کوي، خو جاپان د دياو یو ټاپو مسئلې ته ډېره پاملرنه کوي. د هانکانګ د داکونګ باو په نوم ورځپاڼې د يوې ليکنې په خپرولو سره دې ته اشاره کړې، چې که څه هم امريکا او جاپان د ځينو موضوعاتو په اړه ګډې نظريې لري، خو دا دغه مانا نه لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اتحاد به نوې مرحلې ته ننوزي.

جاپان د چين ګاونډی دی او د سيمه ييز اقتصاد د يو ځای کېدو په بهير او له چين سره په سوداګريزو همکاريو کې يې ډېرې ګټې تر لاسه کړې دي. که جاپان د چين د پرمختګ د مخنيوي په موخه د امريکا د لاس اله وګرځي، نو هرومرو به ډېر اقتصادي زيانونه ومومي. برسيره پر دې، که څه هم د امريکا نوی حکومت يوازې په خبرو د خپلو ملګرو پر مهم رول او ګډ ارزښت ټينګار کړی ، خو په حقيقت کې خپلې ګټې ساتي. توکيو نيوز ويلي، چې جاپان بايد بيداره واوسي، ځکه د امريکا ساتنه وړيا نه ده، جاپان به خامخا قيمتي بيه پرې کوي. دا هم مالومه نه ده، چې د امريکا او جاپان ترمنځ اتحاد به تر کومې اندازې پورې کلک وساتل شي.

په ياده ګډه اعلاميه کې راغلي، چې د امريکا او جاپان د امنيت ساتلو تړون د دياو يو ټاپو په اړه هم دی، یعنې په دې مانا چې د امريکا او جاپان ترمنځ د پوځي ملګرتيا اړيکې ډېرې ټينګې دي. خو دغه تړون د سړې جګړې په موده کې لاسليک شوی او بايد د درېيمې خوا ګټو او سيمه يیزې سولې او ثبات ته زيان ونه رسوي. نو دې هر څه ته په کتو، ويلی شو، چې د امريکا او جاپان کړنې د زمانې له تمايل سره سمون نه لري. د چين پرمختګ د نړۍ لپاره فرصت دی، که امريکا او جاپان د چين پرمختګ نشي زغملی، نو د دوی بدې کړنې به د دوی پر زيان تمامې شي او د پرمختګ مخه به يې ونيسي او هم به د سيمه ييز پرمختګ پر لاره خنډونه جوړ کړي.