د چين د بهرنيو چارو وزارت: د چين او امريکا ترمنځ مقابله د نړيوالې ټولنې له ګټو سره سمون نه لري
CRI2021-03-18 10:26:16
شريکول:

د چين د بهرنيو چازو وزارت وياند جاو لي جيان د مارچ په اوولسمه نېټه د چين او امريکا ترمنځ د لوړې کچې د ستراتيژيک ډيالوګ په اړه وويل، له امريکا څخه هيله لري چې د دواړو هېوادونو د مشرانو د مشترکو هوکړو له مخې خپل پام پر خپلمنځي همکارۍ متمرکز کړي، توپيرونه ختم کړي او د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند له دې نه مخکې هيله څرګنده کړې چې د چين او امريکا د لوړې کچې ستراتيژيک ډيالګ مثبته نتيجه تر لاسه کړي. که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ توپيرونه لا هم شتون لري، م م هيله من دی چې دواړه هېوادونه د اقليمي بدلون ضد مبارزې او د کرونا وبا له پای ته رسېدو وروسته د بيا رغونې په شمول مهمو نړيوالو چارو کې د همکاريو د زياتېدو لپاره لار پيدا کړي. جاو لي جيان په همدې ورځې د چين بهرنيو چارو وزارت په خبري ناسته کې د ياد خبر په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې يادې څرګندونې وکړې.