شي جين پينګ د بنګلاديش د خپلواکۍ د ۵۰مې کليزې د لمانځنې په مناسبت ويډيويي وينا وکړه
CRI2021-03-18 09:59:58
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په اوولسمه نېټه د بنګلاديش د بنسټګر او پخواني ولسمشر شيخ مجيب رحمان د زيږېدنې  د سلمې کليزې او د دغه هېواد د خپلواکۍ د پنځوسمې کليزې د لمانځنې په مناسبت ويډيويي وينا کړه او د چين حکومت او خلکو په استازيتوب يې د دغه هېواد ولسمشر عبدالحامد، صدراعظمې شيخ حسينې او بنګلاديشيانو ته نيکې هيلې وړاندې کړې.

شي جين پينګ په خپله ويډيويي وينا کې دې ته شاره کړې چې بنګلاديش د خپلواکۍ د تر لاسه کولو له پنځوسو کلونو راهيسې د هېواد د ابادۍ په لاره کې د پام لوړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. چين د بنګلاديش د ښه ګاونډي په توګه د دغه هېواد د لاسته راوړنو په اړه خوښ دی.

شي جين پينګ په خپله وينا کې هيله څرګنده کړې چې له بنګلاديش سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.