د هانکانګ په اړه د امريکا (( بنديزونه )) بې ځايه دي
CRI2021-03-18 14:38:46
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په اوولسمه نېټه د چين پر ځينو چارواکو بنديزونه ولګول او پر دغو چارواکو يې بې بنسټه تور لګولی چې د دوی د کړنو له امله د هانکانګ د لوړې کچې خپلواکه اداره کمزورې شوې ده. د امريکا دغه ظالمانه کړنه د چين په کورنيو چارو کې څرګنده لاسوهنه او له نړيوالو قوانينو او د نړيوالو اړيکو له اصولو څخه سرغړونه ده، خو هيڅ اغېزه نه لري او بې ځايه ده.

د امريکا په خپره شوې اعلاميه کې وړاندې شوي د بنديزونو لاملونه بنسټ نه لري. د بېلګې په توګه،  په دغه اعلاميه کې د هانکانګ عالي خپلواکې ادارې په اړه يادونه شوې. د چين حکومت د هانکانګ د حاکميت له بېرته اخيستلو وروسته په يو هېواد کې د دوو نظامونو د تطبيق او د هانکانګ وګړو لخوا د هانکانګ د اداره کولو او د لوړې کچې د خودمختارۍ پر تګلارو ټينګار کړی او کوي يې. د چين ملي ولسي کانګريس په دې وروستيو کې د هانکانګ د ټاکنيز نظام د بشپړولو په اړه پريکړه کړې چې دا کار به نه يوازې د هانکانګ د کنترول او ادارې په اړه د مرکزي حکومت واک تامين کړي، بلکې د هانکانګ عالي خپلواکې ادارې ته به خونديتوب او درناوی ورکړي.

چين به د هانکانګ په اړه د امريکا بنديزونو پر ضد اغېزمن تدبيرونه ونيسي چې دا نه يوازې د ملي حاکميت، امنيت او پرمختګ ټينګه ساتنه ده، بلکې د نړيوالو قوانينو او د نړيوالو اړيکو د اصولو درناوی او بادارۍ غوښتنې ته ټينګ ځواب دی.