په مسکو کې د افغان مسئلې په باب څو اړخيزې خبرې وشوې
cri2021-03-19 13:17:50
شريکول:

د افغان مسئلې په باب څو اړخيزه غونډه د مارچ په ۱۸مه نېټه د روسيې په پلازمينه مسکو کې وشوه. د چين، امريکا، پاکستان، ترکيې، قطر، د افغانستان حکومت او د طالبانو استازو د روسيې په بلنه په دې غونډه کې ګډون کړی.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف په دې غونډه کې په خپله وينا کې له امريکا او طالبانو څخه غوښتنه کړې، چې بايد د دوحې تړون مراعات کړي. هغه پر دې ټينګار وکړ، چې د ۲۰۱۸م کال په نومبر کې، د افغان مسئلې په باب اړوندو خواوو په مسکو کې خبرې اترې کړې وې او پکې د افغانستان حکومت او طالبانو استازو د لومړي ځل لپاره په ګډه سره په يوه مشورتي غونډه کې ګډون کړی. نو روسيه به د دغه هېواد په لارښوونې د افغان مسئلې د حل و فصل بهير ته دوام ورکړي او د دغه هېواد، امريکا، چين او پاکستان د ګډ موافقه ليک په چوکاټ کې به د دې اوسنۍ ستونزې د بيخي لرې کولو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي.

ياد وزارت له دې مخکې خبر ورکړی، چې اړوندو خواوو په ۱۸مه نېټه د تړلو دروازو تر شا خبرو کې د افغانستان په سوله ييزو خبرو اترو کې د تر لاسه شويو برياليتوبونو د پلي کېدو، په دغه هېواد کې د وسله والو نښتو د کمېدو او د ترهګرۍ او د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي په باب د نظريو تبادلې وکړې. (شکريه)