وانګ يي: امريکا دې خپله لويه تېروتنه سمه کړي
cri2021-03-19 15:47:26
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۱۸ مه نېټه د چين او امريکا د لوړې کچې ستراتېژيکي ديالوګ لومړۍ غونډې ته په وينا کې وويل، امريکا په تېرو څو کلونو کې، څو ځله د چين پر حقه حقونو تېری کړی، چې له امله يې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې له بې سارو ستونزو سره مخ شوي او نړيوال ثبات او پرمختګ يې هم زيانمن کړی دی، امريکا بايد دغه وضعيت ته نور دوام ورنه کړي.

نوموړي زياته کړه، چې چين پخوا هم  د امريکا بې اساسه تورونه نه دي منلي او اوس او په راتلونکي کې به يې هم ونه مني او د دې ترڅنګ له امريکا څخه يې وغوښتل، چې د چين په کورنيو چارو کې مداخله ونه کړي او خپله دا لويه تېروتنه دې سمه کړي.