د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د غړي او د دې کمېټې د بهرنيو چارو کميسیون د دفتر مشر يانګ جيې چه او د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په مشرۍ د چين پلاوي د مارچ په ۱۸مه نېټه د امريکا د الاسکا ايالت په انکليچي ښار کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلنکن او د دولت په امنيتي چارو کې د ولسمشر سلاکار جېک سوليون په مشرۍ د امريکا له پلاوي سره لومړۍ ناسته ترسره کړه.
يانګ جيې چه په خپله وينا کې وويل، چين د امريکا په بلنه په دغو ستراتيژيکو خبرو اترو کې ګډون کړی، د دواړو هېوادونو د مشرانو په ټليفوني خبرو کې د تر لاسه شوې هوکړې د عملي کېدو مهم ګام دی. هيله لرو چې دغه خبرې اترې په صميمي او ډاګه فضا کې ترسره شي. نوموړي دې ته اشاره وکړه چې چين له سولې، پرمختګ، عدالت، مساواتو، ديموکراسۍ او ازادۍ څخه ملاتړ کوي او د ملګرو ملتونو په مرکزيت د نړيوال سيستم او د نړيوالو قوانينو پر بنسټ د نړيوال نظام ساتي، خو د لږ شمېر هېوادونو په فرمایش ټاکل شوی نظام نه غواړي. چين او امريکا دواړه لوی هېوادونه دي او په ډېرو ساحو کې ګډې ګټې لري. چين هيله لري چې امريکا د چين ضد نظرونه او کړنې پرېږدي، او د دغه هېواد د امنيت په پلمه د دواړو هېوادونو په عادي سوداګريزو فعاليتونو کې دې خنډونه جوړ نه کړي. اوس نړيوال وضعیت د ستر بدلون په حال کې دی، دواړه هېوادونه بايد خپلمنځي تبادلې پياوړې کړي، توپيرونه او اختلافات دې ښه کنټرول کړي، خپلمنځي همکارۍ او همغږې دې پرمخبوزي او يو د بل ضد له عملونو څخه دې ډډه کړي.