په دې وروستيو ورځو کې د مکسيکو ولسمشر اندريس مانويل لوپيز اوبرادور د چيني واکسين ترلاسه کولو وروسته ، له چين څخه د مننې څرګندولو سربېره ، هغه د لومړي ځل لپاره په ډاګه پر امريکا غږ وکړ چې هيله لرم چې ژر تر ژره د امريکا له حکومت څخه مننه هم وکړم ځکه چې باور لرم چې دوی به هم مرسته وکړي ، خو تر دې دمه يې مرسته نه ده نه کړې. له دې مخکې ، د مکسيکو ميډيا يوه تبصره خپره کړې او ويلي يې دي چې موږ امريکا ته ډېر نژدې ،خو واکسين ته ډېر لرې يو. د امريکا د سپينې ماڼۍ وياندې جن پساکي په ډاګه ويلي چې د نړۍ ډېرو هېوادونو له امريکا څخه د کوويد-۱۹ ضد واکسين د ورکولو غوښتنه کړې ، خو د امريکا حکومت تر دې دمه کومې خوا ته واکسين نه دی ورکړی.د امريکا دغه عمل د "واکسين نېشنليزم" ځانګړې بڼه ده چې نړۍ يې اندېښمنه کړې. ځينې بډايه هېوادونه د خپل هېواد د نفوسو په پرتله ډېر واکسين ساتي، د روغتيا نړيوال سازمان په مشرۍ "د کوويد-۱۹ ضد واکسين د تطبيق پلان" سره د واکسين پېرلو لپاره سيالي کوي او د اومو موادو صادرات کنټرولوي.د دوی د ځان غوښتنې کړنې په نړيواله کچه د واکسين په وېش کې د جدي بې عدالتۍ لامل شوي.د م م له شمېرنې سره سم ، اوس مهال ۷۵سلنې واکسين په ۱۰ هېوادونو کې متمرکز دی،خو ۱۳۰ هېوادونو تر اوسه د واکسين يو دوز هم نه دی ترلاسه کړی. د اقتصادي همکارۍ او پرمختيا سازمان د اټکل له مخې، ځينې وروسته پاتې هېوادونه ممکن په خپلو هېوادونو کې تر ۲۰۲۴ کال پورې د واکسين د تزريق پروګرام پيل کړي. "د بډايو او بېوزلو نابرابرۍ" د وبا په وړاندې مبارزه کې د نړيوالې همکارۍ لپاره يو لوی خنډ ګرځېدلی.سربېره پردې ، د شتمنو هېوادونو تر منځ د واکسين په اړه دوامداره شخړې شتون لري. حتی په اورپايي ټولنه کې ، غړي هېوادونه د واکسين تخصيص په اړه بحث کوي. د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه د اتريش او بلغاريا په ګډون د اروپايي ټولنې د شپږو هېوادونو لومړيو وزيرانو په ګډه له دې ټولنې څخه وغوښتل چې د کوويد-۱۹ ضد واکسين د تخصيص لپاره د "اصلاحي ميکانيزم" جوړ کړي ترڅو د غړو هېوادونو تر منځ د واکسين برابرولو توازن رامنځته کړي. د لوېديځو هېوادونو ترمنځ دا اختلافات ټولې نړۍ ته د واکسين په برابرولو کې ګډوډي نوره هم سخته کړې.
يو شمېر پرمختللي هېوادونه د ايديولوژيک تعصب او اقتصادي ګټو په پام کې نيولو سره ، د چين او روسيې په څېر هېوادونو لخوا جوړ شوي واکسينونه غندي. د چين مخالفينو وليدل چې ډېرو هېوادونو د چيني واکسين تود هرکلی کړی، دوی تش په نامه د "واکسين ډيپلوماسۍ" په اړه خبره ياده کړې او واکسين د سياسي وسيلې په توګه کاروي. د دوی د دې کړنې پايله دا ده چې په نړۍ کې د واکسين مسئله پېچلې شوې او دا به د ټولو انسانانو ګټې زيانمن کړي. د قطر د ګلف ټايمز ورځپاڼې په دې وروستيو ورځو کې يوه مقاله خپره کړې او ويلي يې دي چې که لوېديځ هېوادونه يوازې د خپلو خلکو واکسين کولو پاليسي په پام کې ونيسي او نړيوالې همغږۍ ته اړتيا له پامه غورځوي ، نو دوی نشي کولی نړيوال راتلونکي ته انتظار وکړي.د خوشحالۍ خبره دا ده چې چين د يو مسؤلانه هېواد په توګه، تل د واکسين مساوي برابرولو او د وبا په وړاندې د نړيوالې مبارزې لپاره مثبت توان ورکولو ته دوام ورکوي. له آسيا څخه تر اروپا پورې ، له منځني ختيځ څخه تر افريقا او امريکا پورې، ډېرو هېوادونو له چين څخه واکسينونه ترلاسه کړي او د ډېرو هېوادونو مشرانو د چين واکسين تزريق کړی او له عملي اقداماتو سره يې د چين واکسين ستايلی.