ادريان زينز او د ده تر شا د چين ضد کړۍ به د خپلو ناوړه کړو وړو له امله زيانمن شي
CRI2021-03-20 11:22:30
شريکول:

ادريان زينز څوک دی؟ دغه ۴۷ کلن جرمني وګړی د ځينو لويديځو کړيو له خوا د شينجيانګ چارو په اړه تش په نوم (( باوري څېړونکی )) بلل کيږي، خو حقيقت دا دی چې هغه د شينجيانګ په اړه د ګڼ شمېر درواغو جوړوونکی دی. نوموړي له تېرو څو کلونو راهيسې د (( کارپوه )) په توګه په نړيواله صحنه کې فعال پاتې شوی، خو رښتينی وضعيت او مفکوره يې ډېر وختي زياتره کسانو ته معلومه شوې ده او لويديځو خبري رسنيو اړوند خبرونه يې خپاره کړي دي چې ادريان زينز د سوسياليزم څخه د زيانمن کېدوونکو د يادونې صندوق په نوم له ښي اړخې ولاړ د امريکايي سازمان غړی دی او د چين ضد څېړنيز ارګان کې مهم رول لري، يعنې د چين ضد چارې د ده کار دی.

د معلوماتو له مخې، ادريان زينز له ۲۰۱۸ کال راهيسې پر شينجيانګ د بې بنسټه تورونو د لګولو لسګونه مقالې او راپورونه جوړ او خپاره کړي دي. د تش په نوم (( اجباري کار))، ((اجباري ولادتي پلان))، (( کلتوري تصفيه)) ، (( نژادي تصفيه )) او داسې نور پاروونکي لغتونه ټول د نوموړي له خوا وړاندې شوي دي. د چين ضد لويديځې کړۍ د نوموړي کارونه ډېر ستايلي او ځينو بهرنيو خبري رسنيو او لويديځو سياستوالو په بد نيت سره د ده درواغ خپاره کړي دي چې له امله يې د لويديځو هېوادونو ځيني خلک پرې غولېدلي دي.

د حيرانتيا وړ خبر دا دی چې د شينجيانګ په چارو کې تش په نوم کارپوه هيڅکله چين ته سفر نه دی کړی. که موږ په جدي توګه د هغه راپورونه ولولو، دا به پيدا کړو چې په دغو راپورونو کې ډېر مصنوعي، جعلي، نابشپړ اومتناقض محتويات شتون لري. د نوموړي راپورونه علمي څېړنيز کارونه نه دي، بلکې د اکاډمۍ د څېړنو په څېر سياسي وسايل دي.

 ولې دغسې څرګند درواغ د ځينو لويديځيانو په سترګو کې ارزښتناک دي؟ له اوږدې مودې راهيسې په لويديځ کې داسې عجيب وضعيت شتون لري چې د چين ضد هر څومره بې بنسټه او له حقيقت نه ليرې خبرې د ځينو کړيو له اړتياوو او موخو سره د سمون لرلو له امله په قوت خپريږي. ادريان زينز له دغه فرصت څخه په ګټې اخيستلو سره د شينجيانګ په اړه د دغسې بې اساسه درواغو د جوړولو لپاره هڅې کړي، څو له دغو کړيو څخه خپلې شخصي ګټې تر لاسه کړي. هغه لويديځ سياستوال چې د چين په اړه دښمنۍ رويه او ايديولوژيک تبعيض لري، د تش په نامه شواهدو په توګه د دغو درواغو په کارولو سره پر چين د بنديزونو د لګولو په هڅه کې دي.

درواغ حقيقت نه شي بدلولی. فرانسوي ليکوال ماکسيم ويواس د شينجينګ په اړه د مصنوعي او جعلي خبرونو څخه د پردې پورته کولو  لپاره يو کتاب خپور کړی دی. د ګرېزون (Grayzone) د امريکا خپلواکې ويبپاڼې څو ځلې د مقالو په خپرولو سره د شينجيانګ د پلټنې په اړه معلومات ورکړي. زياتو هېوادونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۴۶مه غونډه کې د شينجيانګ د ادارې په اړه د چين له پاليسۍ څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی. د مارچ په اتلسمه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې د شينجيانګ چارواکو، د مذهبي برخې شخصيتونو او عامو وګړو د حقيقت او خپلو تجربو په وسيله د ادريان زينز درواغ رسوا کړي دي. د شينجيانګ په اړه رښتيني معلومات نړيوالو ته د خپرېدو په حال کې دي.

د خبر له مخې، د شينجيانګ ځينو تصديو او خلکو د خپل اعتبار او حقونو د ساتلو لپاره به پر ادريان زنز دعوا وکړي. نوموړی او د ده تر شا د چين ضد کړۍ به له عادلانه محاکمې سره مخ شي.