په روان پسرلي کې د چين په بېلابېلو ځايونو کې کرنيزې چارې
CRI2021-03-20 18:07:28
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ څه موده مخکې د بېوزلۍ ضد مبارزې د بهير غورچاڼ او ستاينغونډه کې اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې شديده بېوزلي له منځه وړل شوې ده. نوموړي همدارنګه زياته کړه چې د چين دولت به په ټول توان د شديدې بېوزلۍ د له منځه وړلو لاسته راوړنې وساتي او د کليو د ابادۍ او بيا سمسورتيا لپاره به  هڅې وکړي.

د مارچ ۲۰ مه نېټه د افغانستان په ګډون په يو شمېر هېوادونو کې نوروز اختر دی . دغه ورځ د چين د کرنيزې جنټرۍ له مخې دچون فون په نوم يادېږي او له دې ورځې وروسته په دغه هېواد کې د کروندو کرلو فصل رسيږي. د چين مېډيا ګروپ خبريالان د چون فن ورځې په درشل کې  يو شمېر هغو کليو ته لاړل چې تازه له بېوزلۍ څخه وتلي او دوی هلته ليدلي چې د دغو کليو بڼې ، په کليو کې کرنيزې چارې ښې شوې او د کليوالو په څېرو کې د خوښۍ نښې ليدل کېدې.

د ۲۰۲۰ کال په جولای کې شي جين پينګ د چين د جي لين ولايت له کرنيزو چارو څخه د ليدنې په حال کې دی

د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۱۹مه نېټه، د شيانګ شي ولايت د جي ان ښار په يو کلي کې بزګر د کار په حال کې دی.

د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۱۹مه نېټه، د جيانګ سو ولايت د ليان يون ګانګ ښار په يو باغ کې د درونډ د کاريوه صحنه

د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۱۹مه نېټه، د های نان ولايت د جيونګ های ښار په يوه علاقه دارۍ کې بزګران د نيالګيو په روزلو بوخت دي.

د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۱۹مه نېټه،د هو نان ولايت د شيانګ شي د تو جيا قوم او ميا قوم کورواکې سيمې په يوکلي کې بزګران د پلاستيکي څپرو د جوړولو په حال کې دي.

د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۱۹مه نېټه، د شان شي ولايت په يون چنګ کې بزګران د کرنيز ماشين د چلولو په حال کې دي.

د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۱۹مه نېټه، د شان دونګ ولايت په وې فانګ ښار کې بزګران په کرنيزو چارو بوخت دي.

د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۱۹مه نېټه، بزګران د سه چوان ولايت په ګوانګ ان کې د کار په حال کې.

د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۱۹مه نېټه، بزګران د جيان شي ولايت په ګان جو کې د کار په حال کې.

د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۱۸مه نېټه، د هو نان ولايت د  چن جو ښار ښار په يو چای باغ کې بزګران د چای د اخيستلو په حال کې دي.