د چين ـ افغانستان ـ پاکستان ترمنځ د ځوانانو د هنري کمپوزېشن نندارتون پرانيستل شو
CRI2021-03-20 17:11:50
شريکول:

د چين د سونګ چينګ لينګ صندوق لخوا جوړ شوی د چين ـ افغانستان ـ پاکستان ترمنځ د ځوانانو د هنري کمپوزېشت د نندارتون پرانيستونکي مراسم او د جايزې ورکولو مراسم د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۱۹مه نېټه د چين په پلازمېنه بېجينګ کې تر سره شول. د چين د سونګ چينګ لينګ صندوق دايمي مرستيال رئيس هانګ يوان شيانګ، د چين د بهرنيو چارو وزارت د اسيايي څانګې مستشار چن فنګ، په چين کې د افغانستان سفير جاويد احمد قايم، په چين کې د پاکستان سفارت مرستيال فاروق احمد، د پاکستان د نړیوال ښوونځي زده کوونکو او په بېجينګ کې د جايزې ګټونکو زده کوونکو د استازو په شمول څه باندې ۸۰ تنو پکې ګډون کړی و.

د چين د سونګ چينګ لينګ صندوق دايمي مرستيال رئيس هانګ يوان شيانګ وويل، چين، افغانستان او پاکستان ښه ګاونډي هېوادونه دي. د کرونا وبا ضد په مبارزه کې درېو هېوادونو يو له بل سره مرسته کړې او خپلې ژورې دوستۍ يې څرګندې کړې دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د اسيايي څانګې مستشار چن فنګ وويل، چين، افغانستان او پاکستان ګاونډي هېوادونه او ملګري دي او ګډ برخليک شريکوي. باور لرم چې د درېو هېوادونو د حکومتونو او ټولنو تر هڅو لاندې به درې اړخيزې همکارۍ لا زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي، چې د سيمه ييزې سولې، ثبات او سمسورتيا  لپاره به لا زيات خدمتونه وکړي.

په چين کې د افغانستان سفير جاويد احمد قايم وويل، د افغانستان سفارت غواړي له دغه صندوق سره اړيکې ټينګې کړي او په دې توګه د افغانانو او چينايانو ترمنځ دوستي لا پياوړې کړي.

د مراسمو په پای کې جايزې ګټونکو زده کوونکو ته جايزې ورکول شوې.