د چين د بهرنيو چارو وزارت: نړيواله ټولنه د چين د اقتصادي پرمختګ په اړه باور لري
CRI2021-03-20 14:35:18
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مارچ په ۱۹مه نېټه په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، د چين د سږني اقتصادي زياتوالي په اړه د م م د تجارت او پرمختګ کنفرانس د وړاندوينې په راپور کې د چين د اقتصادي پرمختګ په اړه د نړيوالې ټولنې باور څرګند شوی.

د خبر له مخې، ياد کنفرانس د مارچ په ۱۸مه نېټه (( په ۲۰۲۰ کال کې د تجارت او پرمختګ راپور )) نوې نسخه خپره کړه، چې له مخې يې د تېر کال په دوهمه نيمايي کې د چين صادرات تر وړاندوينې ښه و، وړاندوينه دا ده چې د چین سږنۍ اقتصادي اندازه به ۸.۱ فيصده زيات شي.

جاو لي جيان وويل، د چین د اقتصاد دوامدار او ثابت پرمختګ به د نړیوالې ټولنې د کرونا وبا ضد مخنيوي او د اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره ښه بنسټ برابر کړي. چين به په دوامدار ډول ورخلاصون پراخ کړي او د بېلابېلو هېوادونو د پرمختګ لپاره نور همکاريز فرصتونه به برابر کړي.