د چين او امريکا ترمنځ د لوړ پوړې ناستې په اړه د چين په پيغام کې د پام وړ ۳ ټکي
CRI2021-03-21 14:33:33
شريکول:

د چين او امريکا ترمنځ ۲ ورځنۍ لوړ پوړې ستراتيژيکه ناسته پر ځايي وخت د امريکا په انکوراج ښار کې تر سره شوه چې دا د جوبايډن حکومت له لوړې راهيسې د چين او امريکا د لوړ پوړو چارواکيو ترمنځ لومړۍ مخا مخ خبرې اترې وې. له دغې ناستې وروسته د چين د خپرو شويو معلوماتو له مخې، دواړو خواوو د خپلو کورنيو او بهرنيو تګلارو، خپلمنځي اړيکو او د مهمو نړيواله او سيمه ييزو چارو په اړه په ژورې او رغنده خبرې اترې کړې او موافقې ته رسيدلي چې دغه خبرې اترې پر وخت او ګټورې دي او متقابل تفاهم يې پياوړی کړی دی. د دې ترڅنګ، په ځينو مسئلو کې د دواړو خواوو ترمنځ مهم توپيرونه لا هم پر ځای دي.

د چين چارواکو په دغه ۲ ورځنۍ ناسته کې په ډاګه خپل دريځ او پاملرنه څرګنده کړې او ۳ ټکي يې څرګند کړي دي.

لومړی ټکی دا دی چې د مسئلو حلول د چين د دغه سفر موخه ده، نه د جنجال کولو لپاره. خو په خبرو اترو کې د امريکا د بې بنسټه نيوکو او زورواکۍ کړو وړو پر وړاندې چين د واقعيتونو او شواهدو په وړاندې کولو سره دغه بې اساسه نيوکې رد کړي، خپلې پاملرنې يې بيان کړې او د ملي حاکميت، امنيت او پرمختګ د ساتلو په اړه يې خپل ټينګ هوډ او اراده څرګنده کړې ده.

د چين چارواکو په دغه ناسته کې په څرګنده توګه دې ته اشاره کړې چې د چين د کمونېست ګوند واکمنۍ مقام او د نظام جوړښت زيانمولو ته اجازه نشته؛ د تايوان، هانکانګ، شينجيانګ او شي زانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او چين په دې اړه د بهرنيو کړيو له لاسوهنې سره کلک مخالفت کوي. دا د چين سره کرښه ده او امريکا بايد په دې اړه هيڅ ستراتژيکه بدګومانه و نه کړي.

دوهم ټکی دا دی چې که څه هم دواړه خواوې مهم توپيرونه لري، چين له امريکا سره د همکارۍ د لارې د لټولو لپاره هڅې کړې او تر يوې اندازې يې له امريکا سره موافقه کړې ده. له دغو کوښښونو څخه ښکاري چې چين د دواړو هېوادونو او د ټولې نړۍ د ګټو لپاره مسئولانه رويه لري.

دا حقيقت په تاريخ کې بيا بيا ثبت شوی چې د چين او امريکا ترمنځ همکارۍ د دواړو خواوو لپاره ګټورې دي او مقابلې به دواړه خواوې زيمانمنې کړي. چين د يادې نظريې په اساس له امريکا سره د اقتصاد او سوداګرۍ، پوځي چارو، د قانون اجرا کولو، کلتور، روغتيا او انترنيټي امنيت په اړه بحثونه کړي دي. دواړو خواوو دا څرګنده کړې چې د اقليمي بدلون ضد مبارزې په برخه کې به خبرې اترې او همکارۍ پياوړې کړي او د اقليمي بدلون ضد به د چين او امريکا متحده کاري ډله جوړه کړي. البته د همکارۍ په راتلونکي پړاو کې بايد پر متقابل درناوي او مساوات ټينګار وشي.

درېيم ټکی دا دی چې چين د لويو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په اړه خپلې څرګندې نظريې بيان کړي او د رښتيني څواړخيزم د ساتلو لپاره هڅې يې کړي دي.

د چين چارواکو په دغه ناسته کې پر دې ټينګار وکړ، چې د ملګرو ملتونو په مرکزيت نړيوال سيستم او د نړيوال قانون پر بنسټ نړيوال نظام بايد وساتل شي، نه دا چې د يو شمېر هېوادونو له خوا د جوړو شويو مقرراتو پر اساس نړيوال نظام وټاکل شي. چيني چارواکو دې ته اشاره کړې چې رښتينی څو اړخيزم بايد د بېلا بېلو هېوادونو د ملي حاکميت او کلتوري ټولشموليت درناوی وکړي.

د چيني چارواکو يادې څرګندونې د زياتره هېوادونو غږ دی. سوله، پرمختګ او همکاري د نړيوالې ټولنې ګډه هوکړه ده.