شي جين پينګ د کلمبيا خلکو ته ويډيويي وينا وکړه
CRI2021-03-21 15:59:44
شريکول:

د کوويډ-۱۹ ضد د چيني واکسين درېيمه جوپه پر ځايي وخت د مارچ په شلمه نېټه د کلمبيا پلازمينې بوګوتا ته ورسيده. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د کلمبيا د ولمسشر ايوان دوک مارکيز په بلنه د دغه هېواد خلکو ته ويډيويي وينا وکړه.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، د کرونا وبا پر وړاندې دواړو هېوادونو لاسونه يو کړي او ښې متقابلې مرستې يې کړې دي. هيله لري چې د دواړو هېوادونو حکومتونه او خلک ګډې هڅې وکړي او د کرونا وبا ضد مبارزې په شمول بېلا بېلو برخو کې همکارۍ لا پياوړې کړي او خپلمنځي اړيکې لا ټينګې کړي، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته نورې زياتې ګټې ورسول شي.

ولسمشر دوک چې په همدې ورځ له بل ځای څخه په ليدنه بوخت دی، په ځانګړي توګه د مراسمو په تر سره کولو سره هېواد ته د شي جين پينګ ويډيويي وينا خپره کړې. ولسمشر دوک له شي جين پينګ او چينايانو څخه مننه وکړه او و يې ويل، چې له چين سره اړيکو پرمختګ د دغه هېواد د بېلا بېلو سياسي ډلو ګډه هوکړه ده. کلمبيا هيله لري چې له چين سره د خپلمنځي اړيکو د لا ټينګښت لپاره ګډې هڅې وکړي.