د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين له سينواک کمپنۍ څخه اخيستل شوي دوهمه جوپه د کووېدـ۱۹ ضد واکسینونه د مارچ په ۲۰مه نېټه تايلند ته ورسېدل.
د ۲۰مې نېټې په سهار، د تايلند حکومت د درمل جوړولو ادارې استازي د بنکاک په هوايي ډګر کې ياده جوپه واکسينونه تر لاسه کړل. د تايلند او سينواک کمپنۍ لخوا لاسليک شوی تړون له مخې، له چين څخه اخيستل شوي واکسينونه په درېو جوپو کې به تايلند ته ورکول شي او لومړۍ جوپه د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه تايلند ته رسېدلې وه.
په تايلند کې د چين سفارت د مارچ په ۲۰مه نېټه په ټولنيزو رسنيو کې وويل، تايلند ته د دوهمې جوپې د واکسینونو په رسېدو سره به د کرونا وبا ضد په مبارزه کې له تايلند څخه ملاتړ برابر شي. چين غواړي د دې وبا د مخنيوي او د اقتصادي سمسورتيا احيا په برخو کې له تايلند سره همکارۍ وکړي.