بايډن د دې غندنه وکړه چې په امريکا کې د اسيايي نژادو په وړاندې بريدونو اندازه لوړه شوې
CRI2021-03-21 10:51:36
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر جو بايډن د مارچ په ۱۹مه نېټه د دې غندنه وکړه چې په امريکا کې د کرونا وبا تر اغېزې لاندې د اسيايي نژادو پر وړاندې د کرکې او بريدونو اندازه لوړه شوې. هغه له خلکو څخه وغوښتل چې يو موټی شي څو چې په امريکا کې د نژاد پرستۍ او کرکې حالت ليرې شي.

بايډن په خپله وينا کې وويل، په امريکايي ټولنه کې د اسيايي نژادو پر وړاندې د کرکې او بريدونو اندازه مخ په لوړېدو ده. په تېر کال کې ډېر زيات اسيايي نژاده له ناوړو خبرو، وهلو او حتی وژلو سره مخامخ شوي، له دې امله ډېر اسيايي نژاده کوڅو او سړکو ته د وتلو په وخت کې ډارېږي.