په چين کې ۷۴ ميلیونه او ۹۵۶ زره دوزه د کرونا ضد واکسین خلکو ته تزريق شوي
cri2021-03-22 15:17:04
شريکول:

د چين د روغتیا ملي کمېټې وياند مي فنګ د مارچ په ۲۱ مه نېټه د دغه هېواد د دولتي شورا په يوه مطبوعاتي غونډه کې په دغه هېواد کې د کرونا ضد واکسين د تطبيق په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د روانې مياشتې تر ۲۰ مې نېټې پورې په چین کې ۷۴ ميلیونه او ۹۵۶ زره دوزه د کرونا ضد واکسین خلکو ته تزريق شوي دي.

په دغه مطبوعاتي غونډه کې د چين د روغتیا ملي کمېټې يوه بل چارواکي هه چینګ هوا وويل، که څه هم په دغه هېواد کې کرونا وبا ښه کنټرول شوې، خو د نړۍ په کچه لاهم د خپرېدو په حال کې ده او واکسين د دې وبا د مخنيوي لپاره تر ټولو اغېزمنه لار ده. نوموړي له خلکو څخه وغوښتل چې د کرونا ضد واکسین وکړي.