شي جين پينګ او د کويت امير نواف يو بل ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۵۰مې کليزې د لمانځنې لپاره د مبارکۍ پيغامونه ولېږل
CRI2021-03-22 15:22:20
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د کويت امير الشيخ نواف الأحمد الجابر الصباح د مارچ په ۲۲مه نېټه د دواړو هېوادونو د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۵۰مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ولېږل.

شي جين پينګ وويل، په دې وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې ټينګې شوې، متقابل سياسي اعتماد ژور شوی، په بېلابېلو برخو کې زيات برياليتوبونه تر لاسه شوي، په لويو او مهمو مسئلو باندې يو له بل څخه ملاتړ شوی او په نړیوالو او سيمه ييزو چارو کې همکارۍ زياتې شوې دي. زه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګورم او غواړم چې له امير نواف سره يو ځای هڅه وکړم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي ژوره کړو، د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې بېلابېلې همکارۍ ژورې کړو او خلکو ته ګټې ورسوو.

نواف وويل، د کويت او چين ترمنځ اړيکې ډېرې ټينګې دي او په دوامدار ډول پرمختګ مومي. دواړو خواوو د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو تر چوکاټ لاندې د يو شمېر مهمو پروګرامونو په اړه همکارۍ تر سره کړې، په نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو باندې يې تبادله ساتلې او د نړيوالې سولې او امنيت ساتنه يې کړې. هيله لرم چې دوه اړخيزو اړيکو ته وده ورکړو او همکارۍ پراخې کړو.

په همدې ورځ د چين صدراعظم لي که چيانګ او د کويت لومړی وزير صباح الخالد الاحمد الجابر الصباح يو بل ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.