د چين او روسيې ترمنځ ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې به لا ټينګې شي
CRI2021-03-22 14:50:10
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د مارچ په ۲۲مه نېټه له چين څخه دوه ورځنۍ ليدنه پيل کړه. سږ کال د چين او روسيې ترمنځ د ښه ګاونډيتوب، دوستۍ او همکارۍ تړون د لاسليکېدو له ۲۰مې کاليزې سره برابر دی او دا په نړۍ کې د کرونا وبا تر خپرېدو وروسته چين ته د لاوروف لومړی سفر هم دی. د دې سفر له لارې به په بېلا بېلو ساحو کې د چين او روسيې ترمنځ همکارۍ لا پياوړې او ټينګې شي چې په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د لا ټينګښت لپاره نوی حیاتي ځواک برابر شي.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي څو ورځې مخکې په يوه خبري ناسته کې ويلي وو، چين او روسيه د ياد تړون د باور مودې د غځېدو په اړه موافقې ته رسېدلي او په دغه تړون کې به د نوې زمانې په اړه نوي محتويات زيات کړي.

د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ څېړونکي جيانګ يي وويل، په نوې زمانه کې نوي محتويات په عمده توګه په دوو برخو کې ښکاري:

((لومړی، د دواړو هېوادونو د ياد تړون تر لاسليکېدو وروسته په تېرو ۲۰ کلونو کې په بېلا بېلو برخو کې پرمختګ موندلی، دا په اړيکو کې نوي محتويات دي. دوهم، اوس د دواړو هېوادونو د اړيکو پر وړاندې نړيواله زمينه او چاپېريال هم بدل شوی، نو دواړه خواوې څنګه په نوي چاپېريال او وضعیت کې د ستراتيژيکو همکاريو له لارې د ننګونو په وړاندې اغېزمنې مقابلې کولای شي، دا د دواړو هېوادونو په همکاريو کې نوې دندې او مسئولیتونه دي.))

د دواړو هېوادونو د حکومتونو لخوا د خپور شوي خبر له مخې، لاوروف به چين ته په دغه سفر کې له خپل چيني سيال وانګ يي سره د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو موضوعاتو په اړه د نظريو تبادلې وکړې.

وزير وانګ يي د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو په اړه داسې ويلي چې بايد په لا پراخه ساحه او لوړه سويه کې د دواړو هېوادونو تر منځ ستراتيژيکې اړيکې پرمخبوتللی شي چې په نړۍ کې د متقابل باور، د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ، د خلکو ترمنځ د تفاهم او پېژندنې او عدالت او مساوات په برخو کې د هېوادونو ترمنځ د اړيکو نمونه جوړه کړي.

د چين د ټولينزو علومو اکاډمۍ څېړونکي جيانګ يي وويل، متقابل باور او اعتماد د چين او روسيې د ښو اړيکو ځانګړې وړتيا او کلک بنسټ دی. په تېر کال کې د دواړو خواوو تر منځ اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ د کرونا وبا پر منفي اغېزو سربيره بيا هم ښه نتيجه درلوده او په مسلسلو ۳ کلونو کې له سلو ميليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی دی. چين په تېرو ۱۱ کلونو کې د روسيې لومړی لوی سوداګريز همکار په توګه پاتې شوی دی.  ښاغلي جيانګ يي دا نظر لري چې په اوسني نړيوال وضعت کې، چين او روسيه بايد د خپلمنځي همکاريو د پياوړتيا له لارې خپله اقتصادي وده وهڅوي او خپل توان پياوړی کړي، د علمي نوښت او پانګونې په شمول ځينو برخو کې د دواړو خواوو همکارۍ لا هم ستر پټ ځواک لري.

دا د يادولو وړ ده چې چين ته د لاوروف دغه سفر د چين او امريکا ترمنځ د لوړې کچې تر ستراتيژيکو خبرو اترو وروسته ترسره کېږي. ښاغلي جيانګ يي په دې اړه وويل، د چين او روسيې ترمنځ نږدې همکارۍ او همغږۍ د امريکا په موخه او وړاندې نه دي، خو د نوي ډول نړيوالو اړیکو جوړېدل هڅوي. هغه وويل

((په دې وروستيو کلونو کې د چين او روسيې ترمنځ په ستراتيژيکو همکاريو کې يوه مهمه دنده لري چې له يواړخيزم، د زورواکۍ غوښتنې او د ځورونې تګلارې سره مقابله کوي. په عين وخت کې دواړه هېوادونه د نړيوالو اړيکو د ديموکراسي کېدو او د نړۍ د څو قطبيزه کېدو بهير د پرمخبيولو لپاره خپل رول هم لوبوي.))