د کم شمير الاصله امريکايانو د بشري حقونو ساتلو کارونه بايد عملي شي
CRI2021-03-23 15:41:40
شريکول:

په دې وروستيو ورځو کې د امريکا په زياترو ځايونو کې د اسيايي الاصله امريکايانو په وړاندې د تبعيض کولو له کړنو سره د مقابلې مظاهرې رامنځته شوې دي. مظاهره کوونکو په لوړ اواز داسې نارې وهي، دښمني او نفرت اصلي ويروس دی او څه موده مخکې په اتلانتا کې د مساج په دوکان کې د ډزو پېښه او په دغه هيواد کې د اسيايي الاصله امريکايانو په وړاندې مخ پر زياتېدونکو جرمونو په وړاندې يې احتجاج څرګند کړی دی.  

د امريکا د سي ان ان اسيايي الاصله خبريالې لينګ جي هوې په دغه هيواد کې د اسيايي الاصله امريکايانو په وړاندې سخت ناعادلانه چاپيريال افشا کړی او په خپګان سره يې ويلي، موږ د ښکار شويو په شان يو چې راباندې ظلم کيږي. شپږ تنه اسيايي الاصله ښځې په ډزو کې ووژل شولې، څه دپاسه اويا کلنه اسيايي ښځه د نورو لخوا ووهل شوه او داسې نورې پېښې چې د امريکا په ټولنه کې د اسيايي الاصله امريکايانو په وړاندې د تبعيضي رويې او جرمونو لا سختوالي ښودنه کوي. په امريکا کې د اسيايي الاصله امريکايانو په وړاندې د تبعيض د مخنيوي سازمان د مارچ په شپاړسمه نېټه د يو راپور په خپرولو سره څرګنده کړله چې د ۲۰۲۰ کال د مارچ له ۱۹مې نيټې څخه د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ تر ۲۸مې نيټې پورې د امريکا په دننه کې د اسيايي الاصله امريکايانو په وړاندې د تبعيضي پيښو شمېر ۳۷۹۵ ته رسيدلی دی.

امريکا يو داسی هيواد دی چې پکې زيات شمېر کسان له نورو هيوادونو څخه ورکډوال شوي دي، په تاريخ کې د اسيايي الاصله امريکايانو د دغه هيواد د پرمختګ په بهير کې مهم خدمتونه تر سره کړي دي. د کرونا وبا له رامنځته کولو وروسته په مليونو اسيايي الاصله طبي کارکوونکو د کرونا ضد په مبارزو کې ګډون کړی او د امريکايانو د روغتيا ساتلو لپاره يې  کارونه او خدمتونه تر سره کوي. خو اوس په دغه هيواد کې د اسيايي الاصله امريکايانو  تبعيضي جرمونه له سختو ګواښونو سره مخ دي.

دا د امريکا د تېرې دورې حکومت له هغو کړنو سره مستقيمې اړيکې لري چې د شخصي سياسي ګټو لپاره د چين په اړه جعلي خبرونه او ګونګوسې يې خپرې کړې او نژادي تبعيضي فعاليتونه يې لمسولي دي. د شميرنې له مخې د امريکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ په وخت کې د تش په نامه د چيني ويروس د تبعيضي خبرو او لمسونولو له امله په ټويټر کې د اسيايي الاصله امريکايانو ضد د تبعيض اميزو خبرو نښې څه دپاسه يو مليون دوه لکو ته رسيدلې دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس لږه موده مخکې دې ته اشاره کړې ده چې په دې وروستۍ موده کې په امريکا کې د اسيايي الاصله امريکايانو پر ضد د زور زياتي پيښې رامنځته شوې چې د کرونا وبا او د اسيا تر منځ د اړيکو جوړولو له امله توکم پالنه ده.

اوسمهال د امريکا په نوي حکومت کې ولسمشر جو بايډن او خارجه وزير انتوني بلينکين او نورو سياستوالو د توکم پالنې جرمونو سخته غندنه کړې ده.  خو لا تر اوسه دوی د توکم پالنې په وړاندې او د کم شمير الاصله امريکايانو د ساتلولپاره څه واقعي تدبيرونه نه دي نيولي. برعکس د امريکا ځيني سياستوال لا هم د همکارۍ په پريښودلو سره د سيالۍ لټولو پر نظريې ټينګار کوي او په دوامداره توګه د بشري حقونو په شمول په چارو کې جعلي خبرونه او ګونګوسې جوړوي او پر چين تورونه لګوي، په پر له پسي ډول د چين په هکله د امريکايانو تبعيض زياتونه کوي چې د اسيايي الاصله امريکايانو په وړاندې د تبعيض اندازه زياته شوې ده. د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د خبر له مخې، په امريکا کې د اسيايي الاصله امريکايانو د ډلو مشرانو انديښنه لري چې د کرونا وبا د حالت د ښه والي وروسته د چين او امريکا تر منځ د جيپولتيکس سياست د نښتو له امله به په دغه هيواد کې اسيايي الاصله امريکايان له زياتو شکونو، تعبيض او زور زياتي سره مخ وي.

که د امريکا سياستوال ځانونه ويښ نه کړي او په دوامداره توګه بشري حقونو ته د امريکا د تسلط ساتنې په حيث وګوري، د نورو هيوادونو په کورنيو چارو کې لاس وهنه وکړي،په خپل هيواد کې د کم شمېر الاصله امريکايانو غوسه ونه ګوري او يوازې سپين پوستي کسانو ته لومړيتوب ورکړي، د امريکايي ټولنې د ټوټه کېدو او ېشل کېدو له زياتو اختلافانو سره مخ کړي .