د چين او روسيې خارجه وزيرانو کتنه وکړه
CRI2021-03-23 09:50:03
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د مارچ په ۲۲مه نېټه د چين په ګوي لين ښار کې له خپل روسي سيال سيرګي لاوروف سره کتنه وکړه. دواړو خواوو د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړه او زياتو موافقو ته رسېدلي دي. 

دواړو خواوو يو بل ته له امريکا سره د خپلو اړيکو وروستي حالت بيان کړ او څرګنده يې کړه، نړيواله ټولنه په دې اند ده چې امريکا بايد له تېرو څو کلونو راهيسې د دغه هېواد لخوا د ټولې نړۍ سولې او پرمختګ ته د رسول شويو زيانونو په اړه بيا فکر وکړي، له يواړخيزې بادارۍ طلابۍ، د نورو په کورنيو چارو کې له مداخلې او د نورو پر ضد د دوښمنۍ ډلې له جوړولو څخه لاس واخلي. هر هېواد بايد د م م د منشور او څواړخيزم مراعات وکړي، د نړيوالو اړيکو د ديموکراتيک کېدو هڅونه دې وکړي او دا دې ومني چې د مختلفو ټولنيزو او پرمختيايي نظامونو لرونکي هېوادونه دې په سوله کې ګډ ژوند او پرمختګ وکړي. 

دواړه خواوې د افغانستان مسئلې په اړه دواړو خواوو د مسکو غونډې په شمول مختلفو نړيوالو کوښښونو ته په درنه سترګه ګوري او هيله لري چې د افغانستان په اړه د ډيالوګ ټول ميکانيزمونه  اغېزمن واقع شي، په دې اړه دې د افغانانو د مشرۍ او مالکيت درناوی دې وشي، له اوسنيو فرصتونو څخه دې ښه استفاده وشي او د سولې او بيا رغونې بهير دې پرمخ يووړل شي. 

( سپوږمۍ)