د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې د مارچ په ۲۳مه نېټه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه چې د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د ۱۰۰مې کليزې په مناسبت د نمانځنې فعاليت په اړه يې معلومات ورکړل.
د مرکزي کميټې د مطبوعاتي څانګې مرسيتال وانګ شياو هوی وويل، د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټه به د دې ګوند د جوړېدو د ۱۰۰مې کليزې د نمانځنې فعاليت تر سره کړي او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې مشر شي جين پينګ به په دې مناسبت يوه مهمه وينا وکړي.
وانګ شياو هوی وويل، مرکزي کميټه به د دې ګوند لپاره د ګوندي غړيو د سترو کارونو تر سره کوونکو او خدمتګارانو ته (( د جولای لومړۍ نېټې نښان )) ورکړي. ستاينليکونه او نښانونه به د شي جين پينګ لخوا ورکول شي.