شي جين پینګ او د ډيموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند عمومي منشي يو بل ته شفاهي پيغامونه واستول
cri2021-03-23 10:54:22
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ او د د دغه ګوند د مرکزي کميټې تر واک لاندې د يادې کميټې د بهرنيو اړيکو څانګې مشر سونګ تاو د مارچ په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې د ډيموکراتيکې کوريا له سفير ري ريونګ نام سره وکتل.

ري ريونګ نام د ډيموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند عمومي منشي کيم جونګ اون شفاهي پيغام د عمومي منشي شي جين پينګ په عنوان وړاندې کړ او د دې ګوند د اتمې ملي کنګرې په اړه يې معلومات وړاندې کړل. د دې ترڅنګ هغه د چين  هغه کړنې ستايلې چې د کمونېست ګوند او د دې ګوند د عمومي منشي شي جين پينګ تر مشرۍ لاندې له عامه روغتيايي بحران له کنټرول او ورڅخه په کاميابۍ وتلی او د شتمنې ټولنې د ابادۍ او د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې يې د ليدو وړ لاسته راوړنې درلودلې دي.

سونګ تاو هم د کيم جونګ اون په عنوان  د شي جين پينګ شفاهي پيغام وړاندې کړ. شي جين پينګ بيا د ډيموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند د اتمې ملي کنګرې د جوړېدو له امله ياد ګوند ته مبارکي وړاندې کړه او ويې ويل چې د نوي حالت پر وړاندې چين غواړي چې له ډيموکراتيکې کوريا سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا پرمختګ، د سوسياليستي چارو د نويو لاسته راوړنو د تر لاسه کولو لپاره په ګډه هڅې وکړي تر څو د دواړو هېوادونو خلک ترې په ښه توګه ګټې واخلي. (غاټول)