د افراطي او دسيسه ګر تش په نامه کارپوه ادريان زېنز سياسي دسيسه به حتمآ ناکامه شي
cri2021-03-24 15:55:17
شريکول:

د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ، د ډيپلوماسۍ پوهنتون، د شانګهای د ټولنيزو علومو اکاډمۍ او د شينجيانګ پوهنتون څو تنو استازانو او کارپوهانو د مارچ په ۲۲مه نېټه د شينجيانګ په مرکز اروموچي کې د تش په نامه کارپوه درواغجن ادريان زېنز د دروغونو او د حقيقتونو په هکله سمينار کې ګډون کړی و او د چين ضد د شينجيانګ په اړه يې دروغ او بروپاکند رد کړل.

د چين د ډيپلوماسۍ پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څېړنيز مرکز پروفيسور لي های دونګ په خپله وينا کې چې عنوان يې دی د افراطي او دسيسه ګر تش په نامه کارپوه ادريان زېنز سياسي دسيسه به هرو مرو ناکامه شي، وويل : په دې وروستيو کلونو کې د امريکا په شمول ځينو لويديځو هېوادونو له بېلا بېلو لارو چارو پر چين باندې فشارونه اچولي او د چين د ځمکني حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټو ته يې زيانونه رسولي دي.

لويديځ هېوادونه په تېره بيا امريکا په شينجيانګ کې د چين پر لاسته راوړنو سترګې پټې کړې او د شينجيانګ د قومي او مذهبي مسئلې په پلمه يې د دې سيمې پر خلکو او ځايي اقتصادي او ټولنيز پرمختيايي حالت باندې يې بې بنسټه تورونه لګولي او حتی د نژادي تصفيې تور پړه يې پر چين لګولې ده. لويديځو هېوادونو په پر له پسې توګه د شينجيانګ په اړه دې ته ور ته جعلی او ناسم خبرونه خپاره کړي او د چین په مقابل کې د سياسي پروپاګند د تر سره کولو لپاره يې هڅې  کړې چې له دې ډلې يو دسيسه جوړونکې يې ادريان زېنز دی.

د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د چيني سرحدونو د څېړنيز مرکز د څېړونکي مرستيال  وانګ يو د ادريان ځنز د عمده وو نظرونو د يادونې په ترڅ کې دې ته اشاره وکړه چې هغه د چين ضد د بهرنيو قواوو سياسي ملاتړکوونکی دی او د ختيځ ترکستان له ترهګريزې ډلې سره د همکارۍ له لارې يې د تش په نامه د شينجيانګ په اړه څيړنيز راپور خپور کړ چې موخه يې د نړيوالو د پام راجلبول دي. وانګ يوو وويل، د شينجيانګ ملي لږه کي قومي وګړي په خپله خوښه د کار او روزګار لپاره نورو سيمو ته ځي چې دا ډول حالت په ټولو هېوادونو کې عادي خبره ده، خو ادريان زېنز دروغ ويلی چې دغه کسان اړ شوی چې  نورو سيمو ته د کار لپاره لاړ شي.دغه راز هغه له عادلانه بې طرفه علمي څېړنې څخه د نورو لوبو په وسيله بدل شوی دی. د بېلګې په توګه هغه په خپل راپور کې ويلي چې د شينجيانګ مقامات ښايي د هغو ښځو د شنډولو لپاره هڅې وکړي چې درې او يا څه باندې درې ماشومان لري. د اټکل له مخې د همدغو ښځو شمېر يو مليون او شپږ لکه او څلوېښت تنو ته ورسيږي.د ده په راپور کې دغسې کليمې ډېرې تکرار دي لکه ښايي، ګومان کوي، اټکل کوي او داسې نور.د ده  کړنې له جدي او احتياطي علمي اصولو او د کاري اخلاقو څخه څرګنده سرغړونه ده چې د علمي ټولنو د نيوکو لامل شوې دي.

د شينجيانګ پوهنتون پروفيسورې زورياتي اسمايي د شينجيانګ د خلکو د استخدام په باب ژوره څېړنه کړې ده. ادريان زېنز په خپل راپور کې داسې ويلي چې د شينجيانګ د پنبې توليد په تېره بيا د پنبې د ټولولو په بهير کې ډېر لږه کي قومي وګړي اجباري کارونو ته اړ شوي. خو نوموړې استازې وويل چې د پنبې توليد په بهير کې له ډېرو ماشينونو څخه استفاده کيږي، په دې توګه د زينز ادعا يې بې بنسټه ثابته کړې او د هغه خبرې يې رد کړې. هغې پخوا د شینجيانګ د کاشغر سيمې د ايچنګ ولسوالۍ په شپږو کليو کې له ځايي وګړو څخه نظر پوښتنې کړې او په ۲۰۱۸ کال کې يې د اړوندې څيړنې نتيجه خپره کړې ده. هغې په خپلو خبرو کې ياد مثال ور کړ او ويې ويل چې د نظر پوښتنې له مخې ۹۲.۸ سلنه کليوالو هيله درلوده او ليواله وو چې د مزدورۍ لپاره نورو سيمو ته د تګ لپاره دې ور ته فرصتونه برابر کړی شي. ۸۷.۲ کليوالو د مزدورۍ لپاره نورو ځايونو ته د تللو او په خپله سيمه اويا کور کې د پاتې کېدو ترمنځ مخکينۍ ماده غوره کړې او د ۸۴.۲ لږ کي قومي وګړو په اند د مزدورۍ لپاره نورو ځايونو ته تلل تر ټولو مهم او عمده ټکی د خپلو کورنيو د عايداتو زياتوالی ياد کړی دی. سربېره پردې ۱۵.۸ کليوالو داسې څرګنده کړې چې د مزدورۍ او کار لپاره نورو ځايونو ته  بهر ته د تللو له امله يې نه يوازې عايدات زيات شوي بلکې له نورو قومي وګړو سره د نظريو تبادلې هم پياوړې شوې دي. د هغې په اند له دغو شمېرنو څخه ښکاريږي چې د شينجيانګ اوسېدونکي په خپله خوښه د مزدورۍ لپاره نورو سيمو ته ځي. هغې زياته کړه چې که څه هم ادريان ځنز د شینجيانګ په اړه د تش په نامه د اجبارۍ کار دروغ ويلی، خو د شينجيانګ د استخدام د پرمخبيولو په برخه کې د چين له ډېرو هڅو او لاسته راوړنو انکار نه شي کيدای.