د چين په سرحدي سيمه کې ښکلې طبيعي منظرې
CRI2021-03-24 15:42:33
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، (( په شينجيانګ کې د بېلابېلو قومونو د خلکو نيکمرغه ژوند )) د عکسونو نندارتون د مارچ له ۲۲مې نېټې څخه تر ۳۱مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره کېږي.

په دې نندارتون کې د شینجيانګ په اړه د تقريباً ۲۰ عکاسانو څه باندې سل اثار نندارې ته اېښودل شوي دي، چې د شینجيانګ اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د بېلابېلو قومونو د خلکو اصلي او رښتينی ژوند څرګندوي. 

صفا، رڼې اوبه او شنه اباد غرونه له شتمنۍ سره برابر دي. شينجيانګ د دې نظر له مخې په بېلابېلو ځايونو کې د دوړو او خاکباد مخنيوي، د اوبو د پاکولو او د ځنګلونو د ساتنې په برخو کې کارونه تر سره کوي څو چې آسمان او غرونه يې لا نور شنه او اوبه يې لا نورې رڼې او صفا شي.