د چين لخوا وړاندې شوې د بشري حقونو په برخه کې د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ د هڅولو پرېکړه تصویب شوه
cri2021-03-24 14:22:34
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د مارچ په ۲۳مه نېټه په ۴۶مه غونډه کې د چين لخوا وړاندې شوې د بشري حقونو په برخه کې د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ د هڅولو پرېکړه تصويب کړه. په دې پرېکړه کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وشوه چې بايد پر څواړخيزم ټينګار وکړي، د بشري حقونو په برخه کې دې رغنده همکارۍ او خبرې اترې وکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه دې په ګډه جوړه کړي. په دې پرېکړه ليک کې دا هم راغلي چې نړيوالې همکارۍ بايد په فعاله توګه ترسره شي تر څو د کوويد-۱۹ ضد مبارزه په اغېزمنه توګه ترسره شي او دا بايد تائيد شي چې پرمختيايي هېوادونه به د خپلې اړتيا په اندازه واکسين تر لاسه کولای شي. 

د کيوبا او روسيې په شمول د ځينو هېوادونو استازو په دغه غونډه کې د دې پرېکړې له مسودې څخه ملاتړ څرګند کړ او و يې ويل، دغه مسوده د ملګرو ملتونو منشور پر بنسټ له څواړخيزم او نړيوالې همکارۍ څخه ملاتړ کوي او د نړيوالو سيستمونو په چوکاټ کې د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ د پياوړتيا، د بشري حقونو مسئلې د سياسي کېدو د مخنيوي او د بشري حقونو په برخه کې د بېلا بېلو خواوو ترمنځ د همکارۍ او تبادلې د هڅونې لپاره ګټوره ده. (هيله)