نړيوال کولتوري تګ راتګ د مختلفو هېوادونو ترمنځ د متقابل باور او همکاريو پل دی
CRI2021-03-24 08:32:08
شريکول:

د شانګهای همکارۍ سازمان د مارچ په ۱۹مه نېټه په بېجينګ کې د دغه سازمان د جوړېدو د شلمې کاليزې او د نوروز د لمانځنې او د مختلفو هېوادونو ترمنځ د کولتوري تګ راتګ د پياوړتيا په پار يو لړ ځانګړي مراسم تر سره کړل.

په دغو مراسمو کې د چين، روسيې، قزاقستان، تاجکستان، قرغيزستان، ازبکستان، پاکستان، هند، افغانستان، بلاروس، ايران، مغلوستان، اذربايجان، ارمنستان، کمبوډيا، نيپال، ترکيې او سريلانکا او د دغه سازمان د غړيو هېوادونو، کتونکو هېوادونو او ملګرو هېوادونو په ګډون د لسګونو هېوادونو ډيپلوماټانو او استازو ګډون کړی و.

د شانګهای همکارۍ سازمان چې د مختلفو هېوادونو د باور وړ نړيوال سازمان دی، د افغان مسئلې په شمول د دې سيمې د امنيت، سوداګرۍ، کولتور، ساينس او تخنيک، انرژۍ او ترافيک او بېلا بېلو برخو کې مهم رول لوبوي.

د مالوماتو له مخې، د چين، روسيې، قزاقستان، تاجکستان، قرغيزستان او ازبکستان ترمنځ  د ۲۰۰۱م کال د جون په ۱۵مه نېټه یوه سرمشريزه غونډه تر سره شوه او دغو هيوادنو د يادې سرمشريزې په ترڅ کې د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو اعلاميه خپره کړه او همدغه غونډه د دغه سازمان د جوړېدو رسمي نښه بلل کيږي. د دغه سازمان اصول ( متقابل باور، ګډې ګټې، مساوات، مشورې، د رنګارنګ مدنيتونو درناوی او ګډ پرمختګ ) دي.

اوس دغه سازمان ۸ غړي هېوادونه، ۴ کتونکي هېوادونه او د ډيالوګ ۶ ملګري هېوادونه لري. د ۲۰۱۲م کال د جون په ۷مه نېټه، افغانستان په رسمي توګه د دغه سازمان د کتونکي هېواد په توګه وټاکل شو او له هغه وخت راهيسې د دغه سازمان په چوکاټ کې فعال ګډون کوي.

د دغه سازمان له جوړېدو راهيسې، تل د دې سيمې د هېوادونو ترمنځ د متقابل باور د پياوړتيا، د سيمه ييزې سولې، ثبات او امنيت د ساتلو، د ترهګرۍ، افراطيت او بېلتون غوښتنې پرضد د مبارزې، د نشه يي توکو او وسلو له ناقانونه قاچاق او له نړيوالو جرمونو سره د مقابلې لپاره کوښښونه کړي دي او کوي يې. دغه راز، دغه سازمان د اقتصاد او سوداګرۍ، کولتور، ساينس او تخنيک، ښوونې، انرژۍ، ترافيک او پولي چارو په برخو کې د دې سيمې د هېوادونو د ګډ پرمختګ او د بېلا بېلو هېوادونو د ولسي ژوند د ښه والي لپاره زيارونه باسي. په نړيوالو چارو او صحنو کې د دغه سازمان اغيزه ګام په ګام پراخه شوې ده.

د دغه سازمان سازمان سرمنشي ولاديمير نوروف په دغو مراسمو کې وويل، چې سږ کال د دغه سازمان د جوړېدو له ۲۰مې کاليزې سره برابر دی. دغه سازمان له شلو کلونو راهيسې، د بېلا بېلو خواوو د ګډو کوښښونو له لارې په نړۍ کې يو اغيزمن سازمان ګرځېدلی، په نړيوالو موضوعاتو کې یې غږ اوريدل کېږي او لا زيات هېوادونه له دغه سازمان سره د همکاريو په پار هڅې کوي.

د نوروز لغوي مانا نوې ورځ ده، په دغه ورځ نوی هجري لمريز کال پيل کيږي. دغه جشن يوازې په افغانستان کې نه، بلکې د ايران، تاجکستان، ترکيې او عراق په شمول نورو هېوادونو کې هم نمانځل کيږي. په بېجينګ کې د ۱۴۰۰ کال د نوروز د لمانځنې په يادو مراسمو کې د بېلا بېلو هيوادونو رنګارنګ کلتورونه سره غاړه غړۍ شوي وو، له هرې خوا د موسیقۍ اوازونه پورته کېدل، ټنګ ټکور او نڅاوو د نوروز د خوشحالۍ فضا څو چنده زياته کړې وه. يادو هيوادونو د نوروز لمانځنې په پار په خپلو ځانګړو عرفو کې د خپل هيواد لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړې وې.

د افغانستان سفارت هم په خپلې ځانګړې عرفې کې ډول ډول لاسي صنایع نندارې ته ايښې وې او نندارچيانو ته يې افغاني خواړه ډالۍ کول.

پسرلی اميد بښونکی دی. د شانګهای همکارۍ سازمان د ۱۴۰۰ کال له رارسېدو څو ورځې مخکې په بېجينګ کې په ګډه نوی کال ولمانځه او یوه مثبته نښه يې ورکړه، چې د دې سيمې هېوادونه به د ټولنې، اقتصاد او کولتور په شمول هره برخه کې لا نژدې همکارۍ وکړي. کولتوري تګ راتګ د مختلفو هېوادونو ترمنځ د تفاهم او ګډو نظرونو د پياوړتيا پل جوړوي.

د کوويډ ـ۱۹ وبا له امله تېر کال د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ نړيوال تګ راتګ ډېر کم شوی دی. مونږ هيله من یوو، چې نوی کال به خوندي او نيکمرغه وي!