د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ د ۲۲مې نېټې په شپه د خلکو په لوی تالار کې په انلاين توګه د چين د پرمختګ د لوړې کچې فورم د ۲۰۲۱ کال په کلنۍ غونډه کې له بهرنيو استازو سره وکتل او خبرې يې وکړې. د نړۍ د ۵۰۰ مخکښو مشهورو شرکتونو او تصديو مسئولينو، د مشهورو نړيوالو څېړنيزو ارګانونو کارپوهانو او د ځينو نړيوالو سازمانونو استازو په دغه ويډيويي غونډه کې ګډون کړی و.
د BMW، د Bridgewater Associates او Apple په شمول د ځينو تصديو او ارګانونو مسئولينو او کارپوهانو له صدراغظم لي که چيانګ سره سوال او ځواب او خبرې وکړې. (هيله)