د زيمبابوي ولسمشر د کرونا ضد چيني واکسين وکړ
CRI2021-03-25 09:54:22
شريکول:

د زيمبابوي ولسمشر د مارچ په ۲۴ مه نېټه د دغه هېواد په ويکتوريا فالس ښار کې د کرونا ضد د چين د سينواک شرکت جوړ واکسين وکړ او په دغه هېواد کې يې د کرونا ضد واکسین د تطبيق د دويم پړاو د پيلېدو اعلان وکړ.

نوموړي له واکسين کولو مخکې خپل هېواد ته د کرونا ضد واکسين د مرستو يا صادراتو په پار له چين او نورو اړوندو هېوادونو څخه مننه وکړه او دغه مرستې او صادرات يې په خپل هېواد کې له کرونا وبا سره د مبارزې لپاره ډېر مهم وبلل.