H&M او NIKE شرکتونه د شينجيانګ د پنبې په اړه معلومات نه لري
CRI2021-03-25 17:44:55
شريکول:

په دې وروستيو ورځو کې H&M او NIKE  شرکتونو داسې دروغ خپاره کړي چې ګواکې د چين په شينجيانګ کې پر خلکو مجبوري کارونه کېږي او ياد شرکتونو ويلي چې دوی به د شينجيانګ پنبې استعمال نه کړي.

واقعاً په شينجيانګ کې اکثر پنبې د ماشين له لارې راغونډېږي. د شينجيانګ پنبې په نړۍ کې هم ډېرې غوره دي، اندازه ډېره لويه نه ده او د چين اړتيا نشي پوره کولی. دغه شرکتونه د شينجيانګ د پنبې په اړه معلومات نه لري.

د شينجيانګ پنبه په نړۍ کې تر ټولو ډېره ښه ده

د چين د اړوندې ادارې د شمېرنې له مخې، چين لومړی لوی هېواد دی چې پنبه اخلي او دوهم لوی هېواد چې پنبه توليدوي. له ۲۰۲۰ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې چين کې د توليد شوې پنبې اندازه ۵۹۵۰ زره ټنه او عمومي اړتيا يې څه باندې ۷۸۰۰ زره ټنه. په دې کې د شينجيانګ پنبې اندازه ۵۲۰۰ زره ټنه چې د جوړېدوعمومي اندازې يې ۸۷ فيصده نيولې او د لګېدو عمومي اندازې يې ۶۷ فيصده ده. له دې څرګندېږي چې د شينجيانګ د پنبې اندازه د چين لپاره کافي نه ده.

د شينجيانګ د زراعت ادارې د ۲۰۲۰ کال د شمېرنې له مخې، په دې سيمه کې ۶۹.۸۳ فيصده پنبې د ماشين له لارې راغوندېږي. هغه خبر چې په شينجيانګ کې ۷۰ فيصده پنبې د خلکو لخوا راغوندېږي، حقيقت نه لري.