شينجيانګيان په خپله خوښه کار او دنده انتخابوي او دا د بشري حقونو د ساتلو څرګندويي کوي
cri2021-03-25 14:53:06
شريکول:

 

د چين جي نان پوهنتون د مارچ په ۲۳مه نېټه د (( کار ته مجبور شوي او که خپلې نيکمرغۍ پسې ګرځي—د چين په نورو ولايتونو کې د شينجيانګيانو د روزګار حالت)) په نوم يو راپور خپور کړ. د راپور ليکوالانو له ۵ تصديو او شرکتونو څخه ليدنې کړي، هلته یې له ۷۰ شينجيانګي کارګرو سره مرکې او خبرې کړي او ګڼ شمېر مالومات يې پکې ځای کړي دي. دغه راپور د لوېديځو هېوادونو له هغو راپورونو سره څرګند توپیر لري، چې د چين پر ضد یې بې ځايه مالومات پکې خپاره کړي دي.

د جي نان پوهنتون په دغه راپور کې د يوې اوېغورې کارګرې چې د ګوانګ دونګ ولايت په يوه فابريکه کې کار کوي، خبرې را اخيستي او ليکلي يې دي، چې دغه اوېغورۍ مېرمن په ۲۰۱۸ کال کې له خپل خاوند سره يو ځای دغې فابريکې ته راغلې ده، هغه وخت د دوی په کلي کې د کار موندنې خبرتيا خپره شوې وه، نو هغې له خپل خاوند سره يو ځای د کار لپاره نوملېکنه وکړه او وروسته یې په دغې فابریکې کې دنده ترلاسه کړه. له دې څخه ښکاري، چې شينجيانګيان په خپله خوښه کار او دنده انتخابوي او د نيکمرغه ژوند د تر لاسه کولو لپاره کوښښونه کوي، نو هلته د تش په نوم د جبري کارونو خبره بيخي نشته. ځينو لوېديځو هېوادونو د شينجيانګ د ملي لږکيو د جبري کارونو په تړاو پر چيني شرکتونو او تصديو بنديزونه لګولي، خو په حقیقت کې د بشري حقونو ساتلو په پلمه د دوی دغو بنديزونو د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو وګړيو د روزګار حق ته زيانونه رسوي.

د ژوند او پرمختګ حقونه بنسټيز بشري حقونه دي، په شينجيانګ کې به مخکې کله کله  ترهګريزې او زورزياتي پېښې رامنځته کېدلې، ټولنيز چاپېريال يې دومره ثابت نه و او د ځينو تاريخي او طبيعي عواملو له امله د شينجيانګ پرمختګ وروسته پاتې و. د چين مرکزي حکومت او د شينجيانګ سيمه ييز حکومت په دغې سيمې کې د ټولنيز چاپېريال د ارامولو، د اقتصادي پرمختګ د هڅولو او د وګړيو د ژوند سويې د لوړولو لپاره يو لړ اغېزناک تدبيرونه نيولي او د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو د وګړيو حقونه يې تضمين کړي دي. دغه بهير د وګړيو د روزګار د تضمين او له بېوزلۍ څخه د شينجيانګيانو د ايستلو لپاره مهم رول لوبولی دی.

د چين حکومت په تېر کال کې د شينجيانګيانو لپاره د روزګار پيدا کولو په اړه څو سندونه خپاره کړي، د دغو سندونو ټول مالومات له نږدې څارنې او هر اړخيزې پلټنې وروسته ليکل شوي دي. د يوې شمرنې له مخې، له ۲۰۱۴ کال راهيسې د چين په نورو ولايتونو کې د شينجيانګي کارګرو عمومي شمېر ۱۱۷ زرو ته رسېدلی دی.

د جي نان پوهنتون په ياد راپور کې هم ياد حالت تائيد شویدی . په دغه راپور کې راغلي، چې شينجيانګي کارګر په فابريکو کې عادي کار کوي، د مذهبي عقېدې ازادي لري او د خپلې قومي ژبې او ليک د کارولو حق لري. برسيره پر دې، د دوی عايدات تر ډېرې اندازې پورې لوړ شوي دي. په ياد راپور کې چې کومو کارکوونکو ګډون کړی، ۴۶ سلنه يې هيله لري، چې خپلو کارونو ته دوام ورکړي او ۳۱ سلنه يې پلان لري، چې په زېرمه شويو پيسو په خپلو ټاټوبو کې سوداګري پيل کړي.

شينجيانګ په بېلا بېلو ساحو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. له ۴ کلونو راهيسې هلته هېڅ ترهګريزه پېښه نه ده شوې. په ۲۰۱۰ کال کې د اويغوريانو نفوس ۱۰ ميليونه او ۱۷۱ زره  و، خو په ۲۰۱۸ کال کې دغه شمېر بيا ۱۲ ميليونو او ۷۱۸ زرو ته لوړ شوی او کابو ۲۵ سلنه زياتوالی پکې راغلی دی. په ۲۰۲۰ کال کې د چين د نورو سيمو په څېر، په شينجيانګ کې هم سخته بېوزلي له منځه وړل شوې ده. فرانسوي ليکوال مکسيم ويواس شينجيانګ ته سفر کړی، هغه د شينجيانګ په کاشغر کې د لوی جومات کېسه کوي او وايي، چې په دغه جومات په یو وخت لس زره کسان ځايېږي، د شينجيانګ په نورو سيمو کې يې د حلالو خوراکونو يادونه هم کړې ده.

حقیقت دا دی، چې ځينو لوېديځو هېوادونو د خپلو سياسي موخو د ترلاسه کولو په پار په شينجيانګ کې د بشري حقونو ساتلو په پلمه پر چين تورونه او پر چيني مامورینو بنديزونه لګولي دي.