سياستوال دې د چين او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ تړون څخه د اړم په توګه استفاده نه کوي
cri2021-03-26 14:48:37
شريکول:

له څه مودې راهيسې د چين او اروپا ترمنځ د شينجيانګ په اړه لفظي شخړې  رامنځته شوې، اروپا لومړی د شينجيانګ  په اړه د ځينو جعلي خبرونو پر اساس  پر چين بنديزونه ولګول او چين هم د اروپا ددې اقدام په ځواب کې پر ځيني اروپايي سياستوالو او ارګانونو بنديزونه ولګول چې د چين ددې ځوابي اقدام له امله اروپايي سياستوال ډېر غوسه شوي او اروپايي پارلمان پر چين د فشار په موخه ددغه هېواد او اروپا ترمنځ د پانګونې تړون د سنجولو غونډه لغوه کړه.

چين وايي چې اروپا بايد دوه ټکي درک کړي او اروپايي سياستوال بايد د دواړو لوريو ترمنځ د پانګونې له تړون څخه د اړم  په توګه استفاده ونه کړي.

لومړی: دغه تړون  د دواړو خواوو له ګټو سره سمون لري او د بازارونو پراخولو او د پانګونو زياتولو په ګټه دی. د دغه تړون مخنيوی د اروپا لپاره هيڅ ګټه نه لري.

دوهم: د دغه تړون پر وړاندې رښتيني خنډونه چين ضد اشخاصو جوړ کړي موخه يې  د چين او اروپا ترمنځ د صادقانه همکاريو خرابول دي. د بېلګې په توګه د اروپايي پارلمان غړي رنهارډ بوټکوفير د ياد تړون پر خلاف خبرې کړې دي. چين د هغه نوم د بنديزونو  په نوملړ کې شامل کړی او  نوموړي د چين ددې اقدام په ځواب کې يو ځل بيا د چين او اروپا ترمنځ پانګونې تړون بدنامولو ته مخه کړه او د اروپايي ټولنې عمومي ګټې يې له پامه غورځولې دي.

د چين او اروپا ترمنځ د پانګونې تړون د برابرۍ، د ګډو همکاريو د لوړې سويې او ګډو ګټو  پربنسټ رامنځته شوی دی. په دغه تړون کې چين او اروپا دواړو خواوو يو له بل سره ژمنه کړې چې خپلو بازارونو ته به د ننوتلو زمينه برابره کړي، دواړو خواوو همدارنګه  ژمنه کړې چې په ياد تړون کې ټول مواد پر د واړو لوريو پورې اړه لري.

له شک پرته دغه تړون به تصديو ته د عادلانه سيالۍ چاپيريال برابر کړي او نه يوازې د دواړو خواوو، بلکې د ټولې نړۍ د تصديو لپاره به ګټور وي.

چين او اروپا د ۲۰۲۰ کال په پای کې د ياد تړون په اړه خبرې اترې بشپړې کړې او د دواړو خواوو د تصديو له هرکلي سره مخامخ شوې دي. اروپايي کمېسيون څه موده وړاندې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې دغه تړون به د اروپايي تصديو، پانګوالو او خدماتي کمپنيو ته لازيات قانوني ضمانت او چيني بازار ته د هغوی د ننوتلو لپاره به لاښه زمينه برابره کړي .

خو اوس ځينو اروپايي سياستوالو د خپلو شخصي ګټو لپاره د ياد تړون د تطبيق پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او د دوی دغه اقدامات به هرومره د اروپايي تصديو او خلکو ګټو ته زيانونه ورسوي.

په تېرو شلو کلونو کې اروپايي تصديو په چين کې د ۱۴۶ مليارډو يورو په ارزښت پانګونې کړې او له چيني بازار څخه يې ډېرې ګټې ترلاسه کړې دي. ډېر څېړونکي پدې باوري دي، چې  که د چين او اروپا ترمنځ د پانګونې تړون د مغرضو سياستوالو د منفي تبليغاتو څخه د اغېزو له امله وځنډول شي، نو اروپايي ټولنه به يو لوی فرصت له لاسه ورکړي. اوس په اروپايي ټولنه داسې نظر رامنځ ته شوی  چې بايد اروپايان په چين کې خپلې سوداګريزې ګټې وساتي او دغه ګټې دې د سياسي توطيې قرباني نه شي.

چين او اروپا په تېر ۲۰۲۰ م کال کې يو له بل سره جغرافيايي موقعيت پورې محدودو نښو تړون لاسليک کړی او د پانګونې تړون په اړه خبرې اترې هم په ټاکلي وخت کې بشپړې کړې دي، له دې څخه څرګندېږي چې د دواړو خواوو ترمنځ  د همکارۍ فرصتونه ډېر دي. د اروپايي ټولنې د احصايې ادارې تازه شمېره  ښيي، چې چين په ۲۰۲۰ کال کې په لومړي ځل د امريکا ځای نيولی او د اروپايي ټولنې تر ټولو لوی سوداګريز همکار مقام يې ګټلی. چين دغه راز د اروپايي ټولنې په مخکښو لسو لويو سوداګريزو همکارانو کې يوازينی هېواد دی چې په همدې کال کې يې صادرات او واردات زيات شوي. دا لاسته راوړنې په اسانۍ نه دي ترلاسه شوې، نو دواړه خواوې دې هغه په ښه توګه وساتي او اروپا دې خپلو مشترکې ګټې په پام کې ونيسي او له تعصبه دې لاس واخلي، ګونګسو او جعلي خبرونو ته دې غوږ نه نيسي، پر چين دې لګېدلي بنديزونه لغوه کړي او  له چين سره دې د خپلو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د سالم پرمختګ لپاره زمينه برابره کړي.