چين د بريټانيا پر اړوندو شخصيتونو او ارګانونو باندې د بنديزونو لګولو اعلان وکړ
cri2021-03-26 10:58:09
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د مارچ په ۲۶مه نېټه اعلان وکړ چې چين به د بريټانيا پر اړوندو شخصیتونو او ارګانونو باندې بنديز ولګوي.

په دې وروستيو ورځو کې بريټانيا د جعلي معلوماتو پر اساس د شينجيانګ د بشري حقونو د مسئلې په پلمه د چين پر ځينو شخصيتونو او ارګانونو باندې يو اړخيز بنديزونه لګولي چې دغه کړنه د نړيوالو قوانينو او اړيکو له اصولو څخه سرغړونه ده او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه هم ده چې د چين او بريټانيا اړيکو ته يې زيانونه رسولي دي. د چين د بهرنيو چارو وزارت اړوند چارواکي په چين کې د بريټانيا سفيرې ته احتجاج وکړ او له دې کړنې سره يې ټينګ مخالفت څرګند کړ. چين پرېکړه وکړه چې د بريټانيا پر هغو نهو شخصيتونو او څلور ارګانونو باندې بنديزونه ولګوي چې دروغ يې ويلی او جعلي معلومات يې وړاندې کړل.(غاټول)