چين هيله لري چې اړوند هېوادونه د سيمه يیزې سولې لپاره خدمت وکړي او د جنوبي سمندر پرغاړه د پرتو سيمو امنيت ته دې زيان ونه رسوي.
cri2021-03-26 10:55:40
شريکول:

دا چې په دې وروستيو ورځو کې د ناټو ځينو هېوادونو د ازاد تګ راتګ په نوم د عملياتو د تر سره کولو لپاره جنوبي سمندر ته پوځي بېړۍ ليږلې اويا يې د بېړيو د ليږلو لپاره خپل چمتوالی اعلان کړ، د چين د دفاع  وزارت وياند ژون ګوو چيانګ د مارچ په ۲۵مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې مونږ د يادو هېوادونو کړنو ته ډېره پاملرنه کوو. اوس مهال د سيمه ييزو هېوادونو په ګډو هڅو سره د جنوبي سمندر په سيمه کې ثبات قايم دی، نو د تش په نامه د ازاد تګ راتګ شتونزه نه شته. سيمه ييز هېوادونه او نړيوالې ټولنې په دې ښه پوهيږي چې د جنوبي سمندر امنيتي ننګونې تر ډېره له نورو سيمو څخه سرچينه اخلي. مونږ هيله لرو چې اړوند هېوادونه د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره رغنده خدمتونه وکړي او د دې سيمې امنيت ته دې زيان ونه رسوي.

 هغه پر دې تينګار وکړ چې چين تل له نړيوالو قوانينو سره سم په جنوبي سمندر کې د بېړيو او د الوتکو د ازاد تګ راتګ په هکله د بېلا بېلو هېوادونو حقونو ته درناوی کوي، خو د دې ازادۍ په پلمه د سيمې حاکميت او امنيت ته د زيان رسولو له کړنو سره ټينګ مخالفت کوي. (غاټول)